سيد عباس عراقچي:
د برجام ګډ کمېشن غونډه يوه ورځ وځنډېده
Apr 14, 2021 02:52 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال پرون مازيګر د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د غونډې يوه ورځ ځنډېدو خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد عباس عراقچي د ايران او څلور جمع يو ډلې د غونډې مخکيني پروګرام ته په اشارې سره چې ټاکل شوې وه د چارشنبې يا شورو په ورځ په ويانا کښې جوړه شي وويل: په کورونا باندې د يو غړي د اخته کېدو له کبله به دغه غونډه د يوې ورځې په ځنډ سره د زيارت په ورځ جوړه شي.
د سيد عباس عراقچي په مشرۍ ايراني مذاکراتي ټيم د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د خبرو اترو د شروع کېدو لپاره ويانا ته رسېدلےدے.
ټیګونه