په هر ډګر کې پخپلو پښو دریدا اړینه ده
(last modified Sat, 17 Apr 2021 10:08:11 GMT )
Apr 17, 2021 14:38 Asia/Kabul
  • په هر ډګر کې پخپلو پښو دریدا اړینه ده

 د اسلامی  ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا د واکسن برابرول ضروري چاره ده ،ټينګار کړی،هغه واکسن چې اخستل کیږي ،حتماباید د ایران دروغتیائي چارو وزارت له خوا تائيد شي .

ایران پریس خبري آژانس راپور  ورکړی ، د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحااني نن له کرونائي بحران سره دمقابلې دملي کمیټې  په غونډې کې  وئيلی دي ، دحکومت لپاره مهمه ده چې پخپلو پښو ودریږو او ډيره هیله مند یوو چې  په اوړي کې وتوانیږو، له داخلی واکسنه استفاده وکړو .

  داسلامی ایران  ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا له  داسې نوي ویروس سره مخامخ شوي یوو دخوریدا قدرت ئې  دمخکیني ویروس څخه اویا فی صده زیات دی ،وئيلي دي ، درست باید لاس په لاس کې ورکړو څو د روغتیائي پروټوکولونو رعایتول له نوي في صدو لازیات شي او په راتلونکي اونۍ کې  دددغې نوي او سختې او خطرناکې ناروغۍ  څپه کنټرول کړائ شو .

ډاکټر روحاني  همداراز وئيلي دي واکسن دوه کاله او حتی یو کاله خوندیتوب  نشي رامینځةکولی ، نو باید د راتلونکو کلونو لپاره د لازیاتو واسکنو دبرابرولو په فکر کې شو . 

 د اسلامی  ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  نن سبا د واکسن  برابرول ضروري چاره ده ،ټينګار کړی ،  هغه واکسن چې اخستل کیږي ،حتماباید د ایران دروغتیائي چارو وزارت له خوا تائيد شي .

 هغه ټینګار کړی ، په روانو دوومیاشتو کې باید  هرڅومره چې وتوانیږو، له بهرنه واکسن برابر کړو، ددې په ترڅ کې چې  دروانې اونۍ تر پاي پورې کابو یو میلیون څلور لکه    و اکسن ولګول شي .