اسلامی ایران د افغانستان دسولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99046-اسلامی_ایران_د_افغانستان_دسولې_د_بهیر_بشپړ_ملاتړ_کوي
 دواړو لورو همداراز په دغو خبرواترو کې  د دواړو هیوادونود سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند په نهائي کولو او لاسلیک کولو کې دچټکتیاپه ضرورت ټينګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 17, 2021 15:24 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د افغانستان دسولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي

 دواړو لورو همداراز په دغو خبرواترو کې  د دواړو هیوادونود سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند په نهائي کولو او لاسلیک کولو کې دچټکتیاپه ضرورت ټينګار وکړ .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  د افغانستان له خارجه وزیر محمد حنیف اتمر سره په ټيلیفوني تماس کې  په تیرو دوو لسیزو کې  د افغانستان د  ډيموکراټيکو  بریاؤ او  له تل پاتې سولې سره  ئې  د ارتباط په ساتنې   په ټینګار سره وئيلي دي ، دایران اسلامي جمهوریت  په افغانستان کې د  سولې دبهیر بشپړ ملاتړ کوي . 

 دافغانستان خارجه وزیر هم  په دغه ټیلیفوني تماس کې  د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ او مخ په وده  اړیکو باندې دخوښۍ په څرګندولو سره،د افغانستان  دسولې په بهیر کې  د ایران  د اغیزشیندونکي رول قدرونه وکړه .

 دواړو لورو همداراز په دغو خبرواترو کې  د دواړو هیوادونود سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند په نهائي کولو او لاسلیک کولو کې دچټکتیاپه ضرورت ټينګار وکړ .

 د ایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان کې د جمهوریت له اصل او اساسی قانونه ملاتړکړی او له حکومت سره ئې د حکومت اړیکې  له افغانستان سره دخپل سیاست په  لومړیتوب کې راوستي دي .