په ایران کې نور ۳۱۹کسان د کروناویروس قرباني شول
د هیوادونود رسمي احصایو په اساس کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ تر دې دمه په نړۍ کې څه دپاسه یوسل څلویښت میلیون کسان ککړ کړي او څه دپاسه درې میلیون کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا دککړوکسانو داحصایو په اعلانولو سره وئيلي دي ، په تیرو شواروز کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس ، یویشت زره درې سوه دولس ککړ کسان پيژندل شوي ، چې له دوي دوه زره یو سل شپږ اویا کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن سیماسادات لاري وئیلي په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه په کرونا ککړو درې سوه نولس کسانو خپل ژوند له لاسه وکړی، چې له دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر شپږ شپیته زره درې سوه اوه ویشت تنو ته زیات شوی دی .

میرمن لاري دغه راز وئيلي دي ،تر دې دمه په ایران کې په کروناد ککړو کسانو شمیر دوه میلیون دوه لکه پنځلس زره څلور سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی او له دوي کابو یو میلیون اوه لکه دوه اویا زره نهه سوه کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .
د هیوادونود رسمي احصایو په اساس کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ تر دې دمه په نړۍ کې څه دپاسه یوسل څلویښت میلیون کسان ککړ کړي او څه دپاسه درې میلیون کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .