د اسلامی ایران د پوځ د قدرت زیاتول یو اصل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99120-د_اسلامی_ایران_د_پوځ_د_قدرت_زیاتول_یو_اصل_دی
 سردار موسوي ټینګار کړی ،د اسلامی ایران پوځ  حتما باید له خپل دښمن څخه  برلاسه قدرت ولري څو  د خپل ملت د لوړو آئيډیالونو او  ټاټوبي دفاع وکړائ شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 01:57 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران د پوځ د قدرت زیاتول یو اصل دی

 سردار موسوي ټینګار کړی ،د اسلامی ایران پوځ  حتما باید له خپل دښمن څخه  برلاسه قدرت ولري څو  د خپل ملت د لوړو آئيډیالونو او  ټاټوبي دفاع وکړائ شي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د پوځ  عمومی قوماندان  سردار عبدالرحیم  موسوي  پرون  مازدیګر  له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې وئيلي دي  په ماډرن ټيکنالوجۍ دتکیه کونکو او هغو دښمنانو  دګواښونو په وړاندې چې  په خباثت سره غواړي ،  دایران  د ملت په وړاندې  ودریږي ،  دایران داسلامی جمهوریت دپوځ  دنده داده چې  چې ورځ تر بلې خپل توان او قدرت زیات کړي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ عمومي قوماندان  زیاته کړې ده ،  د درستو قواؤ ستر قوماندان  په دوامدار ډول د وسلوال ځواک  کار څاري  او  د وسلوالو ځواکونو  د توانمنیو ، چمتووالی او  نورو جزیاتو  څخه خبر دی  او  تل  د دغه توانمن ځواک  دپوځي توانمنیو  اوقدرت  پر زیاتولو ټينګار کوي .

 سردار موسوي ټینګار کړی ،د اسلامی ایران پوځ  حتما باید له خپل دښمن څخه  برلاسه قدرت ولري څو  د خپل ملت د لوړو آئيډیالونو او  ټاټوبي دفاع وکړائ شي .