د يورانيمو ۶۰ فيصده پخولو دښمنانو ته د ايران توانمني ثابته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99224-د_يورانيمو_۶۰_فيصده_پخولو_دښمنانو_ته_د_ايران_توانمني_ثابته_کړه
د ايران د ايټمي انرجۍ د ادارې مشر وويل: د يوارنيمو شپېتۀ فيصده پخولو د کورنيو ضرورتونو د پوره کولو ترڅنګه د ايران ايټمي توانمنۍ دښمنانو ته اوښودلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 00:30 Asia/Kabul
  • د يورانيمو ۶۰ فيصده پخولو دښمنانو ته د ايران توانمني ثابته کړه

د ايران د ايټمي انرجۍ د ادارې مشر وويل: د يوارنيمو شپېتۀ فيصده پخولو د کورنيو ضرورتونو د پوره کولو ترڅنګه د ايران ايټمي توانمنۍ دښمنانو ته اوښودلې.

ډاکټر علي اکبر صالحي پرون د ايران د اسلامي شورا د  جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن په غېر معمولي غونډه کښې د نطنز په ايټمي سائيټ کښې د ورانکارې پېښې د څېړنې په موضوع سره وويل: هغه کېبلونه چې په دغې پېښه کښې له ګډوډۍ سره مخامخ شوي وو په چټکتيا سره بدل کړې شول او په اوس حال کښې د نطنز د يورانيمو د پخولو د مرکز اصلي برېښنا چالو شوے کنکټ شوې ده.

هغه زياته کړه، د رامنځته کړې شويو تدابيرو په وجه په نطنز کښې د يورانيمو پخول هيڅ وخت حتی د برېښنا د اصلي کېبلونو د پرې کېدو په وخت هم نه دي اودرېدلي او اوس هم د سانټريفيوژونو څو لړۍ په هغه ځاے کښې چې برېښنا له زيان سره مخامخ شوې وه بيا فعال شوې دي.

ډاکټر صالحي دې ته په اشارې سره چې د دښمن هدف چې په ايران کښې د يورانيمو د پخولو اودرول وو پوره نه شو، تاکيد وکړ، د اسلامي شورا د جرګې په قانون باندې په تکيه سره مونږ د خپلو کورنيو ضرورتونو د پوره کولو لپاره د يورانيمو شپېتۀ فيصده پخول شروع کړي دي او دښمنانو ته مو د هېواد ځاي توانمني اوښودله.د وړاندې شوي رپوټ له مخې په دغه غونډه کښې د صهيونېسټ رژيم په شمول د ايران دښمانانو د ايران په ايټمي پروګرام کښې د صنعتي ورانکارۍ لپاره بيا بيا کوششونه کړي دي چې زياتره د ايران د ايټمي انرجۍ د ادارې د فني او امنيتي ځواکونو په کوششونو سره کشف او شنډ کړې شوي دي.