ایران ته له پاکستان او هندوستانه الوتونه ممنوع شول
هغو هیوادونو ته هوائي تګ راتګ چې دځانګړو شرائطو په لیسټ کې دي ، منع دی او هغه هیوادونه چې دد ریډ یا خطرناکو هیوادونو په لیسټ کې دي ،په ایران کې بیا ټسټ ورکولو ته پابنده دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د هوائي چلن د ادارې ویندوي محمد حسن ذیبخش زمونږخبریال سره په خبرو کې وئیلي دي، په پاکستان او هندوستان کې د کرونائي پراختیا او همداراز په هوائي الوتونو کې دس رحدي روغتیائي پروټوکولونو د رودې په باب د ایران دروغتیائی چارود وزارت د فیصلې په اساس دغو دواړو هیوادونو ته له نن شپې دولس بجو وروسته الوتونه ممنوع کیږي .
هغه ددې خبرې په ټينګار سره چې دایران او هند ترمینځ دالوت هیڅ پروګرام نشته او دم ګړۍ الوتونه محدود او په ځینو خاصو موردونو کې ترسره کیږي ، زیاته کړې ده ، له نوموړو هیوادونو څخه دکنکشن شوي مسافرانو منل به هم منع شي .
د ایران دهوائي چلن د ادارې ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې دم ګړۍ یو څلویښت هیوادونو ته د الوتونو محدودیّت شته دی ، روښانه کړې ده ، هغو هیوادونو ته هوائي تګ راتګ چې دځانګړو شرائطو په لیسټ کې دي ، منع دی او هغه هیوادونه چې دد ریډ یا خطرناکو هیوادونو په لیسټ کې دي ،په ایران کې بیا ټسټ ورکولو ته پابنده دي .