د ایران د کورونا ضد د واکسین لګول پیل شول
زمونږ خبریال وايي د ایران د « کوو ایران برکت » په نوم د کورونا ویروس پرضد د واکسین د لګولو دریم(۳) پړاو پیل شو .
د کوو ایران برکت په نوم د واکسین د انساني ازموینې دریم(۳) پړاو نن د عفوني ناروغیو د متخصصې او د دغه پروژې څارونکي میرمن ډاکټر مینو محرز ته په پچکاري کیدا سره پیل شو .
د دغه پړاو په پیلیدا سره په ایران کښې د کورونا پرضد د کوو ایران برکت واکسین د عمومي واکسیناسیون لپاره زمینه برابریږي .
دکټر مینو محرز د کوو ایران برکت په نوم د کورونا ضد واکسین د لګولو په دستورو کښې زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې د دغه واکسین ایمني کیدا او ترلاسه شویو مثبتو نتیجو ته په اشارې سره وویل په کارخانې کښې مناسبه بیخ بنایي رامینځته شوي ده او زر به په لوړ ظرفیت سره کوو ایران برکت واکسینونه تولید شي .
د کوو ایران برکت د واکسین د چارو مدیر ډاکټر حامد حسیني وویل د دغه واکسین دریم (۳) پړاو به د هیواد په شپږو (۶)ولایتونو کښې ترسره شي او شلو زرو (۲۰۰۰۰) کسانو ته به دغه واکسینونه ولګول شي .
راپورونه وایي چې تر پرون ورځې پورې په تهران ، کرج ، مشهد ، اصفهان ، شیراز او بوشهر سیمو کښې څه د پاسه درویشت زره ۲۳۰۰۰) کسانو د کوو ایران برکت د واکسین د انساني ازموینې په دریم (۳) پړاو کښې د ګډون لپاره نومونه لیکلي دي .