د داعش ماتې د شهيد جنرل سلېماني د مېړانې په وجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99582-د_داعش_ماتې_د_شهيد_جنرل_سلېماني_د_مېړانې_په_وجه_ده
د ايران خارجه وزير وويل: که په افغانستان او عراق کښې صلح ټينګه شوې او د داعش ترهه ګرۍ ماتې خوړلې ده نو له هر څه زيات د جنرل قاسم سلېماني د هوښيارۍ او مېړانې په وجه ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 28, 2021 11:52 Asia/Kabul
  • د داعش ماتې د شهيد جنرل سلېماني د مېړانې په وجه ده

د ايران خارجه وزير وويل: که په افغانستان او عراق کښې صلح ټينګه شوې او د داعش ترهه ګرۍ ماتې خوړلې ده نو له هر څه زيات د جنرل قاسم سلېماني د هوښيارۍ او مېړانې په وجه ده.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مې محمد جواد ظريف وويلک بغداد ته په رسېدو سره يو ځل بيا د خپل پخواني دوست او له وياړه ډک شهيد جنرل الحاج قاسم سلېماني، شهيد ابو مهمدي المهندس او د هغوي د ملګرو د شهادت ځاے ته حاضر شوم او يو ځل مې بیا د ټرمپ د جنايکارانه پست او له مايوسه ډک سېمبول ترڅنګه د دې خاورې په مېړنو اتلانو وياړ وکړ.

ظريف واضحه کړه، له الحاج قاسم سلېماني سره زما د ژورې دوستۍ او ملګرتيا وياړ له دوو لسيزو راهسې دوام لرلے او د هغه تر شهادته زمونږ د زړۀ او کار تعلق نه يوازې پيکه نه شو بلکه تل يې ژورتيا پېدا کړے دے. نه يوازې نن او د ايران د ستر ولس په مخکښې بلکه له تېرو دوو لسيزو نه په زياته موده کښې مې د هېواد په داخل کښې يا بهر کښې، د بندو دروازو شا ته يا په ډاګه په نړۍ کښې د شهيد سلېماني د ټينګتيا، انسانيت، صلح غوښتنې او شجاعت غږونه کړي دي او بيا بيا مې يادونه کړې ده چې که په افغانستان او عراق  صلحې ټينګه شوې ده او که د داعش ترهه ګرۍ ماتې خوړلې ده له هر  څه زياته د جنرل سلېماني د هوښيارۍ، مېړانې او د دغو هېوادونو د خلقو د قربانۍ او ايثار په وجه دي.