ظریف د کویت له خارجه وزیر سره وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر چې کویت ته تلی دی، بیګا د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات وکړ.
محمد جواد ظریف په دغې کتنې کښې په سیاسي، اقتصادي او تجارتي برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو په یادولو سره په مختلفو اړخونو کښې د اړیکو د پراخولو لپاره د ایران غوښتنه خپل کویتي همرتبه ته ورسوله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغې کتنې کښې هم داشان د سیمې د هیوادونو له خوا د سیمه ایزو ترتیباتو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د لیدتوګې په بیانولو سره، رغنده او ثبات بخښونکو ملګرتیاؤ ته د رسیدو لپاره په خپلو وړتیاؤ باندې د هیوادونو د ملاتړلو په ضرورت ټینګار وکړ.
د کویت د بهرنیو چارو وزیر هم په دغې کتنې کښې د دواړو هیوادونو اړیکې تاریخي وبللې.
شیخ احمد ناصر الصباح د خپل مینځي اړیکو ظرفیت له موجودې سویې لوړ وباله او د ملګرتیاؤ د پراختیا او هم داشان د پلاویو د تبادلې لپاره د کویت په چمتووالي یې ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر له دې مخکښې د کویت له وزیراعظم سره هم ملاقات کړی و.
محمد جواد ظریف د کویت له وزیراعظم سره په ملاقات کښې په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو اړیکو ته په اشارې سره د خپل مینځي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او د موجودو ظرفیتونو په تیره بیا په اقتصادي او سوداګري برخو کښې د وړتیاؤ په فعالولو یې ټینګار وکړ.
په دغې کتنې کښې د کویت وزیراعظم شیخ صباح الخالد الحمد الصباح هم د خپل مینځي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ د ملاقاتونو په ضرورت ټینګار وکړ.