ایران په قدرت سره د فلسطین له خلکو ملاتړ کوی
ده زیاته کړه سږکال د قدس ورځ په داسې شرایطو کې ترسره کیږی چی صیهونیسټان په وروستیو ورځو کې په نیواکی ټاټوبیو کې د سختو ګوزارونو شاهدان وو ، هغه ګوزارونه چی په سیمه کی د صیهونیسټانو د ناامن کونکیو اقداماتو ، تیریو او ګستاخیو ته د مقاومت د ځواب یوه وړکوټی برخه ده .
د ایران پریس خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان د دې خبرې په کولو سره چی نن صیهونیسټان بندون ته رسیدلی دي وویل اسلامی ایران په ویاړ سره اعلان کوی چی هماغه راز د مقاومت له چورلیز او فلسطینی ولس په قدرت سره ملاتړ کوی .
ده زیاته کړه سږکال د قدس ورځ په داسې شرایطو کې ترسره کیږی چی صیهونیسټان په وروستیو ورځو کې په نیواکی ټاټوبیو کې د سختو ګوزارونو شاهدان وو ، هغه ګوزارونه چی په سیمه کی د صیهونیسټانو د ناامن کونکیو اقداماتو ، تیریو او ګستاخیو ته د مقاومت د ځواب یوه وړکوټی برخه ده .
عبداللهیان زیاته کړه له لږو عربی هیوادونو واکمنانو سره د اړیکو عادی کیدا د صیهونیسټانو د قدرت نښه نده بلکې د هغه کمزورتیا په دلیل چی لری یې ، په دغو اقداماتو سره په دې پسې دي چی خپل لړزانه موقعیت ، دړې وړی کیدا او ځوړتیا په یو ډول تثبیت کړی .