په ايران کښې د کورونا وروستے اعدادوشمار
(last modified Wed, 05 May 2021 10:10:40 GMT )
May 05, 2021 14:40 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستے اعدادوشمار

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۳۴۹ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د ۳۴۹  نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر 73 زره 568 تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې  15 زره  872 نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغوي څخه  ۲ زره 449 کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي.

د روغتيائي ادارې د خبرتيا مطابق په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  دوه ميلين  5  لکه 91 زره 609 تنو ته رسېدلے دے چې  تر اوسه دوه ميلينه  39 زره  427 تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د هېوادونو د سرکاري اعدادوشمار له مخې تر اوسه په دنيا کښې په کورونا وائرسو اخته کسانو شمېر يو سل پينځه پنځوس مېلينو اوړېدلے دے او له درې ميلين دوه لکه دوه څلوېښت زرو  زيات هم د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي