په ایران کې په کرونا نور ۳۳۸ ککړ کسان قرباني شول
تر دې دمه د واکسنو په لومړنۍ مرحلې کې یو میلیون یو لک یو اتیا زره کسانو ته واکسن ورکړل شوي او د دوهم ډوز کې هم کابو دوه نیم لکه کسانو ته واکسن ورکړل شوي دي
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د اسلامی جمهوریت د روغتیاوزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په درست ایران کې په تیر شواروز کې په کرونا ویروس نور اتلس زره څلور سوه لس ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې په کرونا ویروس د ککړوکسانو شمیر دوو میلیونو شپږ لکه لس زره کسانو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې له بده مرغه په کرونا ککړو درې سوه اته دیرش کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر درې اویا زره نهه سوه شپږو تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې همدرااز وئیل شوي ، چې تر دې دمه د واکسنو په لومړنۍ مرحلې کې یو میلیون یو لک یو اتیا زره کسانو ته واکسن ورکړل شوي او د دوهم ډوز کې هم کابو دوه نیم لکه کسانو ته واکسن ورکړل شوي دي . د احصایو په اساس ، تردې دمه په درملنې پسې په ایران کې دوه میلیون اوه پنځوس زره او اوه سوه ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .