-
د ایران وسله وال ځواکونه د دښمن بیا یرغل ته د قاطع ځواب په موخه بشپړ چمتوالی لري
Aug 13, 2025 02:54پارس ټوډی- د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان د جنوبي افریقا د ملي دفاعي ځواکونو قوماندان سره په لیدنه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه چمتو دي، که امریکا او صهیونیستي رژیم بیا یرغل وکړي، نو دوی ته به قاطع تر ځواب ورکړي.
-
د ایران دفاع وزیر: صهیونیستان د زیانونو اندازه پټوي او سانسور کوي
Aug 13, 2025 02:38پارس ټوډی- د ایران د دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو ملاتړ د جنوبي افریقا د ملي دفاعي ځواکونو قوماندان سره په لیدنه کې وویل: صهیونیستي رژیم په سخت سانسور سره د خپلو زیانونو اندازه روښانه کېدو مخه نیسي، خو د دې رژیم چارواکي پخپله ښه پوهېږي چې څومره ضربه ورته رسېدلې ده.
-
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: د صفر غني کولو موضوع مطرح کېدای نشي
Aug 13, 2025 02:38پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې بیان سره چې «په هیڅ حال کې د صفر غني کولو منل نه کوو» ټینګار وکړ: غني کول یو اړین څیز دی او په ایران کې غني کول په هیڅ حال کې له پامه غورځېدای نشي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت صد او سیما د بهرني معاونت غبرګون: په غزه کې د خبريالانو ترور؛ د حقیقت غږ به خاموش نه شي
Aug 12, 2025 09:34پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د صد او سیما بهرني معاونت په یوه اعلامیه کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د غزې په تړانګه کې د خبريالانو پر خېمو وروستی ترورېستي برید غندلی دی.
-
د ایران په نړۍ کې د حجروي درملنې په برخه کې د مقام لوړوالی / دوه کاله وروسته د انسولین په برخه کې خودکفایي
Aug 12, 2025 08:52پارس توډي - د ایران د بایوټکنالوژي، روغتیا او طبي ټکنالوژي سټاډ مشر د نړۍ په کچه د حجروي درملنې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت د درجې د لوړوالي خبر ورکړ.
-
لس پېښې؛ لس انځورونه | په ایران کې د خبریالانو له ورځې نه بیا په انګلیس کې د بالن تر نړیوال فیسټیول پورې
Aug 11, 2025 11:19پارس تودی- د نړۍ ۱۰ مهمې پېښې په انځوریز روایت سره.
-
د ایراني سینسر جوړول په مایکرو - اپټیک ټکنالوژۍ سره | د ۵ میاشتو فضايي ماموریت پای له توقع پرته ښکته کېدو سره
Aug 11, 2025 10:40پارس تودي - د ایران د امیرکبیر صنعتي پوهنتون څېړونکو بریالیتوب ترلاسه کړ چې د مایکرو - اپټیک ټکنالوژۍ سره د پرمختللو ارتعاشي حسګرونو یا سینسر لومړنۍ کورنۍ نمونه تولید کړي.
-
څنګه استاد فرشچیان د ایران هنر نړۍ ته ور وپېژاند؟
Aug 11, 2025 10:32پارس ټوډی - د ایران د کلتوري کور مشر په لاهور کې د «د مینې رنګونه» په نوم ادبي یادغونډه کې، چې د استاد فرشچیان د درناوي لپاره جوړه شوې وه، وویل: استاد فرشچیان د ایراني انځور ګرۍ له دود څخه راپورته شو، سرحدونه مات کړل او نړیوال شو، او د هغه آثارو د نړۍ په زړونو او موزیمونو کې ځای وموند.
-
عراقچي: ایران څو ځله د قفقاز په سیمه کې د بهرني حضور د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی
Aug 11, 2025 09:30پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وایي، په قفقاز سیمه کې هر ډول بهرنی حضور، په هر شکل چې وي، کولای شي د سیمې د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې ولري، او موږ دا موضوع تل د اذربایجان او ارمنستان له اړخونو سره مطرح کړې او پر دې مو ټینګار کړی.
-
ّد ایران او امریکا تر مینځ مذاکره او د ناروې کوربه توب حقیقت نه لري
Aug 11, 2025 09:13پارس تودی - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په غزې کې د اسرائیلو له خوا په خبریالانو برید په سختو ټکو سره غندلی دی