د ایران دفاع وزیر: صهیونیستان د زیانونو اندازه پټوي او سانسور کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163396
پارس‌ ټوډی- د ایران د دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو ملاتړ د جنوبي افریقا د ملي دفاعي ځواکونو قوماندان سره په لیدنه کې وویل: صهیونیستي رژیم په سخت سانسور سره د خپلو زیانونو اندازه روښانه کېدو مخه نیسي، خو د دې رژیم چارواکي پخپله ښه پوهېږي چې څومره ضربه ورته رسېدلې ده.
(last modified 2025-08-13T01:40:58+00:00 )
Aug 13, 2025 06:08 Asia/Kabul
  • د ایران دفاع وزیر: صهیونیستان د زیانونو اندازه پټوي او سانسور کوي

پارس‌ ټوډی- د ایران د دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو ملاتړ د جنوبي افریقا د ملي دفاعي ځواکونو قوماندان سره په لیدنه کې وویل: صهیونیستي رژیم په سخت سانسور سره د خپلو زیانونو اندازه روښانه کېدو مخه نیسي، خو د دې رژیم چارواکي پخپله ښه پوهېږي چې څومره ضربه ورته رسېدلې ده.

جنرال عزیز نصیرزاده د سه شنبې په ورځ په دې لیدنه کې په دې اشاره سره چې صهیونیستي رژیم ته ورپېښ شوې ضربه د دې رژیم په ناوړه تاریخ کې بې ساري وه زیاته کړه: د صهیونیستي رژیم لخوا پر ایران د ۱۲ ورځو تحمیلي جګړې د دې رژیم او امریکا لخوا نړیوالو اصولو ته نه پابندي د هر چا لپاره ثابته کړه.

د ایران د دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو ملاتړ په دې بیان سره چې ایران اسلامي جمهوریت تل له جنوبي افریقا سره دوستانه او متقابل احترام لرونکي اړیکې درلودې، زیاته کړه: دا دوستانه اړیکې په مشترکو ارزښتونو لکه د ظلم، آپارتاید، تبعیض، استعمار پر وړاندې مقاومت او همدارنګه د خپلواکۍ، انساني کرامت او عدالت ترلاسه کولو کې ریښې لري.