-
بروجردي: د ایران قطعي سیاست، له ختیځ او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ده
Jun 19, 2026 06:00پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي ټینګار وکړ: د اسلامي جمهوریت ستراتیژیکه پالیسي له ختیځ او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ولاړه ده، چې په سر کې یې چین او روسیه قرار لري.
-
پزشکیان د قطر له امیر سره په خبرو کې: د اسلامآباد هوکړهلیک د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو فرصت دی
Jun 19, 2026 05:52پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټلفوني خبرو کې، د تاوتریخوالي د کمولو او هغو ډیپلوماټیکو بهیرونو د اسانتیا په برخه کې د دوحې له رغنده رول څخه مننه وکړه چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پایته رسېدو هوکړې ته یې لار هواره کړه.
-
پزشکیان: د پاکستان هڅې به د ایران د ملت په حافظه کې تلپاتې پاتې شي
Jun 19, 2026 05:39پارس ټوډې – د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په خبرو کې، د پاکستان د حکومت د خواخوږو هڅو او د منځګړیتوب د بهیر د پرمختګ او لومړنۍ هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د هغوی د رغنده رول ستاینه وکړه.
-
پزشکیان د اسلام ایاد د تقاهم یاددښت لاسلیک کړ
Jun 18, 2026 06:43د ایران او امریکا تر مینځ د جنګ د بندولو تفاهم لیک د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له خوا په جلا جلا توګه لاسلیک شوی دی.
-
د امریکائي صهیونیسټي دښمن په تپلی جنګ کې د ایران اوڅاره بریالیتوب
Jun 18, 2026 14:13پارس ټوډې – د ایران د مرکچي پلاوي مشر د ایران په ضد د وروستي تپلي جنګ پراخو اړخونو ته په اشارې سره دا پېښه د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتو او سیاسي مقابلو له تر ټولو مهمو پړاوونو څخه وبلله او وې ویل: ایران په وروستي تپلي جنګ کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر سپیرو موخو بریالی شو.
-
ایران له روسیې څخه د ۲۰ چورلکو د پېرلو تفاهملیک لاسلیک کړ
Jun 18, 2026 12:14پارس ټوډې- د ایران او روسیې چارواکو د ایران اسلامي جمهوریت لپاره د ۲۰ چورلکو د پېرلو تفاهملیک لاسلیک کړ.
-
قالیباف: ایران او چین به د سیمې د نویو لورو محور وي
Jun 18, 2026 12:04پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او چین د سیمې د نویو لورو اصلي محورونه دي.
-
د امریکا او ایران له خوا د تفاهم لیک د متن خپرېدا/ د تفاهم لیک بندونه څه دي؟
Jun 18, 2026 06:40د ایران او امریکا تر مینځ د تفاهم لیک متن په رسمي ډول د دواړو لورو له خوا خپور شوی دی.
-
اوربند ته د رسېدو لپاره د ایران د مرستو هرکلی کوو
Jun 18, 2026 06:35د لبنان ولسمشر جوزف عون وویل: مونږ له اوربند څخه ملاتړ کوو او په دې لړ کې د هر هیواد منجلمه د ایران له هڅو څخه هرکلی کوو.
-
ټرمپ له السیسي سره په کتنه کې، د ایران په خلاف خپلې مخکنۍ ادعاوې تکراري کړې
Jun 18, 2026 06:28د امریکا ولسمشر، پداسې حال کې چې له ایران سره د هوکړې وروستۍ کول روان دي، د امریکا د پوځي ځواک په اړه د مخکنیو ادعاو په تکرارولو او د تهران له خوا د هوکړې د نقض په اړه په خبرداری ورکولو سره، هڅه وکړه چې د کورنیو منتقدینو او د واشنګټن د سیمهییزو متحدینو، په ځانګړي ډول د اسراییلو، اندیښنې لیري کړي.