-
په افغانستان کې د یوه ټولګډونه ملي حکومت د رامنځته کېدو اړتیا
Oct 11, 2023 10:04د ایران د اسلامي جمهوریت د کډوالۍ د ملي ادارې د نړیوالو چارو عمومي مشر په افغانستان کې د یو ټولګډونه ملي حکومت د جوړېدو پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ایران او افغانستان له اتو کلونو وروسته دګډ کنسولي کمیشن غونډه وشوه
Oct 11, 2023 01:47په دغې ناستې کې د افغانستان د برلاسه محصیلینو د تعلیم د پوهنتوني او علمي ملګرتیاؤ او د دوي د زده کړو ددوام دامکان دضرورت لپاره د چمتووالی اعلان ، له نشه ایزو موادو قاچاق سره د مقابلې لپاره د پولیسو او اطلاعاتی ادارو دملګرتیا پیاوړتیا او ددواړو هیوادونو دټرانزیټ د مشکلاتو او خنډونو دلیرې کولو لپاره دوه اړخیزې ملګرتیاوې مطرح شوې
-
امیر عبداللهیان: ایران چمتو دی چې د فلسطین په اړه د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډې کوربتوب وکړي.
Oct 10, 2023 10:07د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین په اړه د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډې د کوربتوب لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د چمتوالي اعلان وکړ او له ټولو اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره بیړنی اقدام وکړی.
-
د اکتوبر د اومې طوفان د صهيونیسټي رژيم لپاره نه جبرانېدونکې ناکامي ده
Oct 10, 2023 14:27د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ، له پوځي او اطلاعاتي اړخه د الاقصی طوفان په برید کې د صهیونیسټي رژیم ناکامي، د دوی لپاره یوه نه جبرانېدونکې ناکامي او ویجاړونکې زلزله وه او دا ناشونې ده چې غاصب رژیم به د لوېدیځوالو په مرسته د دې پېښې سختې ضربې په خپلو حکومتي جوړښتونو کې ترمیم کړي.
-
د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
Oct 10, 2023 08:33د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
-
ایران د لومړني هېواد په توګه افغانستان کې زلزله ځپلو سره مرستې پیل کړې
Oct 10, 2023 08:14د ایران اسلامي جمهوریت د لومړني بهرني هېواد په توګه د افغانستان هرات ولایت زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه ژغورونکې تخصصي ډله واستوله.
-
ایران د افغانستان له زلزله ځپلواود فلسطین له مظلومانو سره د مرستو لپاره چمتووالې اعلان کړ
Oct 10, 2023 04:09له بلې خوا د ایران سرې میاشتې فلسطین ته د بشر دوستانه مرستو د ورلیږلو او همداراز د ایران په روغتونونو کې د دغې نښتې د ټپیانو د درملنې لپاره د دغې ټولنې د چمتووالی خبر ورکړ .
-
لوېدیځ دې د ښځو د عزت او شرف د ړنګولو ځواب ویونکی ووسي
Oct 09, 2023 03:57د اسلامي انقلاب معظم رهبر د همدان د ولایت د شهیدانو د درنښت په مراسمو کې وویل: غربیان باید د ښځو په عزت او شرافت باندې د ګوزار په خاطر ځواب ویونکي ووسي.
-
د نیواکی فلسطین د بدلونونو په هکله د ایران او عراق د خارجه وزیرانو سلامشورې
Oct 09, 2023 03:55د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل عراقی سیال فواد حسین سره تېره ورځ د نیواکي په نیواکي فلسطین کې د روانو حالاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.
-
لویدیځ حکومتونه د فلسطین د ولس خلاف له رواني جنګ او درنو تبلیغاتو کار اخلي
Oct 09, 2023 11:04د ایران د خارجه وزارت ویاند د صهیونیسټي رژیم خلاف د حماس د مقاومت ځواکونو د «طوفانالاقصی» عملیاتو په غبرګون کښې څرګنده کړه: لویدیځ حکومتونه او امریکا لاهم د فلسطین د ولس خلاف له پراخ رواني جنګ او درنو تبلیغاتو ګټه پورته کوي.