-
د چین او د روسیې مشران: د لا عادلانه نړیوال نظم د رامینځته کولو هڅه کوو
May 20, 2026 10:40پارس تودی- د چین او د روسیې مشرانو د خپلو مذاکراتو په پیل کې د عادلانه نړیوال نظم د ټینګولو او د څو قطبي نړۍ د رامینځته کېدو لپاره د دواړو هیوادونو په ګډې ارادې باندې ټینګار وکړ.
-
د امریکا مشرانو جرګې د ایران پرضد د سمندري کلابندۍ د ختمولو پریکړه لیک تصویب کړ
May 20, 2026 06:27زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د مشرانو جرګې سینا د ایران پرضد د سمندري کلابندۍ د ختمولو او له سیمې څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو پریکړه لیک د اوو څلویښتو مخالفو رایو په مقابل کښې په پنځوسو مثبتو رایو سره تصویب کړ.
-
د اسلامي انقلاب مشر: د نفوسو زیاتیدل د اسلامي ایران له قدرت سره نیغ په نیغه ارتباط لري
May 20, 2026 06:06پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله سید مجتبي خامنه اي» د نفوسو د حوزې د یو شمیر ولسي فعالانو د میني او د تسلیت د څرګندولو لیک ته په ځواب کښې د نفوسو د زیاتولو او د اسلامي ایران له تمدن او قدرت سره د هغه ارتباط ته اشاره وکړه.
-
د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ته سخت خبرداری ورکړ
May 20, 2026 05:54زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران پوځ خبرداری ورکړی که چیرې دښمن دوباره د اسرائیلو په لومه کښې په ښکیلیدا سره د ایران پرضد کوم نوی جنایت وکړي نو د ایران وسله وال ځواکونه به نوي جبهې او نوي کړچارونه غوره کړي.
-
د ایران نمایندګۍ د تهران پرضد د دروغو د خپرولو لپاره له امنیت شورا څخه د امریکا د ناوړه استفادې په هکله خبرداری ورکړ
May 20, 2026 05:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ وویل امریکا له امنیت شورا څخه د ایران د اسلامي جمهوریت او د هغه د اټومي پروګرام په هکله د ناسمو تورونو او د دروغو د خپرولو لپاره ناوړه استفاده کوي.
-
فرانسې او متحده عربي اماراتو دفاعي تړون لاسلیک کړ
May 20, 2026 05:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې ته د متحده عربي اماراتو د دفاع وزیر د سفر په بهیر کښې دواړو هیوادونو یو نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ.
-
د صمود د کشتیو په کاروان باندې د حملې پرضد اعتراض کښې د اسرائیلو د کنسولګرۍ مخ ته مظاهره وشوه
May 20, 2026 05:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې خلکو په استانبول کښې د اسرائیلو د کنسولګرۍ مخ ته په غونډې کولو سره د صمود د کشتیو په نړیوال کاروان باندې د دغه رژیم په حملې اعتراض وکړ.
-
د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم په هوايي برید کښې نولس کسان شهیدان شول
May 20, 2026 05:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د روغتیا وزارت په جنوب کښې په صور او نبطیه سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم په هوايي بریدونو کښې د نولس کسانو د شهادت خبر ورکړ.
-
د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ لپاره د سه شنبې ورځ ډیره سخته وه
May 20, 2026 04:19ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور راکړی د اسرائیلو رسنیو ومنله چې د دغه رژیم پوځیانو په تیرې سه شنبې ورځ د لبنان په جنوب کښې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له مبارزانو سره په جنګ کښې سخته ورځ تیره کړې وه او د اسرائیلو پوځیانو ته سخت تاوانونه او مرګ ژوبلې اوښتي وې.
-
بقايي: د ایران د میناب د ښوونځي د برید په اړه د امریکا ادعا بې بنسټه او انحرافي ده
May 20, 2026 04:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په ایکس پاڼه کښې د یوه پیغام په خپرولو سره د ایران په میناب ښوونځي باندې د حملې په هکله د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ سینټکام ادعا کاملا بې اساسه او انحرافي وبلله.