-
د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د چین سیاست بدل نشو
May 16, 2026 13:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان «ایکسپریس ټریبیون» ورځپانې چین ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سفر د نتیجې په هکله ولیکل: د چین ولسمشر «شي جینپینګ» د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره په خبرو کښې سوړ کړچار درلود چې د ټرامپ د عزت د ساتل کیدا سبب شو او دغه پیغام یې په صراحت سره منتقل کړ چې پیکینګ هماغه راز ډیپلماټیک اړم ته پاې بند دی او د تهران په هکله په خپلو دریځونو کښې بدلون راوستلو ته تیار نه دی.
-
د ایران اسلامي جمهوریت هماغه راز ډيپلوماسۍ ته پاې بند دی
May 16, 2026 12:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» په ایران باندې د وروستیو تیریو په هکله د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ لئو د اخلاقي دریځونو د قدرونې په ترڅ کښې د نړیوالې ټولنې لخوا د یوه منصفانه او د واقع بینانه کړچار د غوره کولو پرضرورت ټینګار وکړ
-
امریکا به له ناټو تړون څخه ونه وځي
May 16, 2026 12:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فینلینډ ولسمشر «الکسانډر اسټوب» په یو لر څرګندونو کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا له ناټو تړون څخه د وتلو اراده نلري وویل واشنګټن به هماغه راز په ناټو کښې خپل فعالیت ته دوام ورکړي ځکه چې دغه اقدام د واشنګټن له ګټو سره په تضاد کښې دی.
-
د امریکې پوځي چارواکی: د ایران خلاف جنګ زمونږ بودجه ختمه کړې ده/ د تهران په اقتدار باندې د سنټکام د قومندان اعتراف
May 16, 2026 11:42پارس ټوډی- د امریکې د سمندري ځواک د عملیاتو مشر وویل: د ایران خلاف جنګ د دې ځواک بودجه ختمه کړې ده او که تکمیلي بودجه تصویب نه شي نو د امریکې سمندري ځواکونه به له راتلونکې جولایۍ میاشتې نه سختو فیصلو کولو ته مجبور شي.
-
د امریکا او د چین ترمینځ اختلاف راښکاره شوی
May 16, 2026 11:32زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د چین د ولسمشر «شي جینپینګ» ترمینځ له دوه ورځنۍ کتنې وروسته دواړو هیوادونو بیلابیلې بیانیې خپرې کړې چې پکښې په مهمو موضوع ګانو کښې واضح اختلاف راښکاره شوی.
-
د امریکې د ایراني ضده پریکړه لیک له مسودې سره د چین مخالفت: محتوا یې مناسبه نه ده
May 16, 2026 11:25پارس ټوډی- په ملګرو ملتو کښې د چین نماینده د ایران او هرمز تنګي په هکله د امریکې او بحرین د پریکړه لیک مسوده «نامناسبه» وبلله او ورسره یې مخالفت وکړ.
-
اسرائیلو د فلسطین د القسام غونډ د قومندان د ټرور لپاره له امریکا سره د غږملتیا ادعا وکړه
May 16, 2026 11:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی یوې صهیونیسټي سرچینې یولسم ټیلي ويژن ته وویل چې پرون په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د پوځ حمله او د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام غونډ د قومندان د ټرور عملیات له امریکا سره په غږملتیا کولو او مخکې څخه د واشنګټن په خبرولو سره ترسره شوي دي.
-
ایرواني: د هرمز تنګي په حالت او پایلو یې د جنګ پیلیوونکي او د هغوي انډیوالان پړه دي
May 16, 2026 10:50پارس ټوډی- په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او استازي وویل: په هرمز تنګي کښې روان حالت او د هغه نړیوالې اقتصادي پایلې یوازې او یوازې د ایران خلاف د جنګ د پیلوونکو او د هغوي د سیمه ایزو انډیوالانو په غاړه دي.
-
د پاکستان د مینځګړیتوب رول ناکام شوی نه دی له ستونزمن پړاو څخه په تیریدا دی
May 16, 2026 10:35زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» وویل د امریکا او د ایران ترمینځ د پاکستان لخوا د مینځګړیتوب رول تراوسه نه دی ناکام شوی، خو دغه مینځګړیتوب له یوه مشکل څخه د تیریدا په حال کښې دی.
-
په پاکستان کې ځانمګری برید لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
May 16, 2026 06:03تېره ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوې ځانمرګې حملې په پایله کې ۹ کسان خپل ژوند د لاسه ورکړي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.