-
د نړئ ترټولو سرکش حکومت پخپله د امریکا حکومت دی
Mar 31, 2026 11:12پارس ټوډې- د پاکستان تکړه ژورنالیسټ او مهشور شناندي حامد میر د ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړي خوي په ضد دامریکا د میلیوني لاریونونو کرکه او غوسه د رژيم د بدلیدا لپاره د یوې حقیقي غوښتې په معنا وبلله او وې وئيل؛د امریکا په ټولنې کې د ټرمپ په ضد احساسات زیات شوي دي او دوي د خپل سرکش ولسمشر د درملنې غوښتنه کوي.
-
د ایران په ضد د امریکا او اسرائيلو جنګ زمونږجنګ نه دی
Mar 31, 2026 10:53پارس ټوډې - انګریز لومړي وزیر یو ځل بیا په زغره ووئيل، د ایران په ضد د امریکا او اسرائيلو جنګ د مونږ جنګ نه دی او په دغه جنګ کې نه واریدیدا فیصله ښه فیصه ده.
-
اروپايي اتحادیې په هرمز اوبلاره کښې په هر ډول احتمالي ماموریت کښې له ګډون څخه ډډه وکړه
Mar 31, 2026 06:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اروپايي اتحادیې وویل چې په سور سمندر او د هند اوقیانوسیې په لویدیځ کښې خپل سمندري عملیات پراخوي خو په هرمز اوبلاره کښې په هر ډول احتمالي ماموریت کښې له ګډون کولو څخه یې ډډه وکړه
-
د لبنان حزب الله هره ورځ په نیواکي فلسطین سل توغندي ورولي
Mar 31, 2026 06:08زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم سرچینو وویل چې د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هره ورځ په نیواکي فلسطین باندې سل توغندي توغوي.
-
د ایران دښمن که چیرې یو ګوزار وکړي نو څو ګوزارونه خوري
Mar 31, 2026 06:05زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلمي شورا مشر محمد باقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ رواني او نفسیاتي عملیاتو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ که چیرې دښمن یو ګوزار وکړي نو څو ګوزارونه خوري.
-
د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو د پارلمان د قانون تصویبیدا ته غبرګون وښود
Mar 31, 2026 05:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ ظالم او نیواکګر رژیم په پارلمان(کنسټ) کښې د فلسطین د بندیانو د اعدام او د پانسۍ د جنایتکارانه قانون په نهايي تصویب پسې د فلسطین مقاومت ډلو او ارګانونو په بیلابیلو خبر پاڼو خپرولو سره دغه اقدام په کلکه وغاند.
-
امریکا له ایران سره د جنګ له جبۍ د وتلو هڅه کوي
Mar 31, 2026 05:55ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت» په تیرې دوشنبې ورځ د جنګ د ختمولو لپاره له ایران سر د موافقې د لاسلیک کیدا په اړه هیله څرګنده کړه.
-
په مینځني ختیځ کښې د جنګ پراخیدل د اروپا په اقتصاد باندې زیات دباو راولي
Mar 31, 2026 05:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني صدراعظم فریډریش مرتس یوځل بیا د ایران پرضد د امریکا او د اسرائیلو د پوځي تیري د سمدستي ختمولو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ د دغه جنګ پراخیدل کولای شي د اروپا اقتصاد تر سخت دباو لاندې ورولي.
-
د ایران د درملو په وړونکي الوتکې برید جنګي جنایت دی
Mar 31, 2026 05:47مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران په مشهد هوايي ډګر کښې د ایران د درملو او د طبي تجهیزاتو په وړونکي غیر پوځي الوتکې باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم حملې ته په غبرګون کښې د ایران د الوتکو د ادارې بیانیه په دې ډول ده:
-
د امریکاولسمشر د هرمز اوبلارې له خلاصیدا پرته له ایران سره د جنګ د ختمولو لپاره ګروهنه ښودلې ده
Mar 31, 2026 05:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ خپلو مرستیالانو ته ویلي دي ګروهنه لري چې د ایران پرضد جنګ پاې ته ورسوي حتی که چیرې هرمز اوبلاره تر زیاته حده هماغه راز بنده پاتې شي.