-
ایران به د امریکا او د اروپا د زیات غوښتنو په وړاندې سرټیټ نکړي
Feb 11, 2026 09:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل:دنیا باید نن ورځ وویني چې د ایران خلک د خپل انقلاب د ساتلو ، د نظام له رهبرۍ د اطاعت کولو او د خپل ویاړمن ټاټوبي او د ارزښتونو د دفاع لپاره په ټول هیواد کښې په میلیوني صفونو کښې میدان ته راوتلي دي.
-
د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د اوه څلویښتمې کلیزې په مناسبت د ایران د خلکو ستر لاریونونه+ انځورونه
Feb 11, 2026 08:58پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د اوه څلویښتمې کلیزې سره په یووخت د ایران د بیلابیلو ښارونو خلکو د دغو لاریونونو په ترسره کولو سره په دغه ورځ جشن ولمانځه.
-
د ایران خلکو د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په لاریونونو کښې پراخ ګډون وکړ
Feb 11, 2026 08:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د اوه څلویښتمې کلیزې په مناسبت د پلازمینې تهران په شمول په ټول هیواد کښې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې ستر لاریونونه د خلکو د بیلابیلو پرګنو په پرتمینه شتون سره د درې قواو د مشرانو ، شخصیتونو ، سیاسي ، پوځي ، کلتوري او د اقتصادي چارواکو په ګډون سره ترسره شول.
-
برېتانیا کې یو افغان پناه غوښتونکی پر ۱۲ کلنه نجلۍ د جنسي تېري مجرم وپېژندل شو
Feb 11, 2026 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی یو افغان پناه غوښتونکی د برېتانیا په نونیټون ښار کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ تښتونې او جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو.
-
د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره خبرې روانې دي او ډېرې به نه اوږدېږي
Feb 11, 2026 08:09زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي وایي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو خبرې روانې دي او دا بهیر به ''ډېر اوږد وخت و نه نیسي''.
-
د ایران رسنۍ / د سلواغې د دوه ویشتمې نیټې لاریون؛ د اسلامي انقلاب له ایډیالونو سره بیا بیعت او د دښمانانو د دسیسو په مقابل کښې د ایران د ملت د وحدت پیغام
Feb 11, 2026 07:39پارس ټوډی-د ایران د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې غړي «جواد حاجي زاده» د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې لاریون د اسلامي انقلاب له ایډیانو سره د بیعت د نوي کولو او د اسلامي امت د حقیقت نندرې ته د وړاندې کولو ډګر وباله او ویې ویل: دغه مراسم د دنیا خلکو ته د ګواښونو په وړاندې د مقاومت او د عزت پیغام استوي.
-
د تاوتریخوالي درولو او پخلاینې ته په بلنه کې د ایران او امریکا د دیني مشرانو ګډه اعلامیه
Feb 11, 2026 07:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د امریکا د پوهنتون استادانو او دیني مشرانو د یوې ګډې خبر پاڼې په خپرولو سره د جنګونو او د تاوتریخوالو له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د نړۍ په سیاسي مشرانو او حکومتونو غږ وکړ
-
د اسرائیلو لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر له استازي سره کتنه وکړه
Feb 11, 2026 06:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو واشنګټن ته په سفر سره د امریکا د ولسمشر ټرامپ له ځانګړي استازي اسټیوف ویټکاف او د ټرامپ له زوم جراډ کوشنر سره کتنه وکړه او له ایران سره د مذاکراتو په هکله یې خبرې وکړې.
-
ترجیح ورکوم چې له ایران سره د امریکا موافقه وشي
Feb 11, 2026 06:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له «فاکس نیوز» ټيلي ويژن سره په مرکه کښې وویل زه ترجیح ورکوم چې له ایران سره موافقه وشي.
-
په کاناډا کښې په ډزو کښې لس کسان وژل شوي
Feb 11, 2026 06:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کاناډا په لویدیځ کښې په «ټمبلر ریج (Tumbler Ridge)سیمه کښې په یوه ښوونځي کښې په ډزو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي او اوویشت نور ژوبل شوي دي.