-
د پاکستان په سرګودها سیمه کښې ټرافیکي پیښې څوارلس کسان وژلي
Jan 17, 2026 00:39زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودها سیمه کښې د سختو لړو له کبله یو ټرک له پیښې سره مخ شوی چې له کبله یې څوارلس کسان مړه شوي او نهه نور ژوبل شوي هم دي.
-
ځان مو په خپله قانع کړو چې د ایران پرضد اقدام ترسره نکړم
Jan 17, 2026 00:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا لانجمن او دیکتاتور ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد له بیا بیا ګواښونو وروسته وویل ځان مو قانع کړی دی چې د ایران پرضد هیڅ اقدام ترسره نکړم.
-
په نړۍ کښې د هیوادونو د ګواښلو ټغر باید ټول شي
Jan 17, 2026 00:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شانګهايي ملګرتیا موسسې په یوې خبر پاڼه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کښې له هر ډول لاسوهنې او په نړیوالو اړیکو کښې له زور او یا د زور له ګواښ څخه له استفادې کولو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
-
جي اوه ډله باید د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه بند کړي
Jan 16, 2026 23:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزارت د خپل هیواد د کورنیو چارو په ارتباط د جي اوه(G-7) ډلې لاسوهونکي بیانیه په کلکه وغندله او هغه یې د بشري حقوقو د موضوع په وړاندې د امریکا په مشرۍ د دغه ډلې د غړیو هیوادونو د ریاکار کړچار روښانه نښه وبلله.
-
د نړیوالو قوانینو پراساس د فلسطین د مسلې حل کول ضروري دي
Jan 16, 2026 23:40زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي «عاصم افتخار» وویل چې د نړیوالو قوانینو پراساس د فلسطین د مسلې هوارول اړین دي.
-
د ایران په وروستيوپیښو کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه رول اولاسوهنې ښکاره دي
Jan 16, 2026 12:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په ایران کښې په وورستیو پیښو کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم او د ځینو اروپايي هیوادونو نیغ په نیغه رول او لاسوهنو ته په اشارې سره ډاګینه کړه
-
طالبانو د کورنیو اختلافاتو په اړه د بې بي سي راپور رد کړ
Jan 16, 2026 11:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په سرپرست حکومت کښې د کورنیو اختلافاتو په هکله د بي بي سي ادعا بې اساسه وبلله.
-
عربستان، قطر، عمان او مصر د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ایران او د امریکا ترمینځ مینځګړي شول
Jan 16, 2026 11:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «سي این این» ټیلي ويژن وویل څلورو عربي هیوادونو سعودي عربستان، قطر ، عمان او مصر د ایران او د امریکا ترمینځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مینځګړیتوب وکړ.
-
محمود خان اچکزی د حکومت د مخالفو ګوندونو مشر وټاکل شو
Jan 16, 2026 10:32زمونږ خبریال راپور راکړی له میاشتو میاشتو ځنډ وروسته د «تحریک تحفظ ائین پاکستان»(TTAP) مشر محمود خان اچکزی په ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو مشر وټاکل شو.
-
د ایران ملت په هوښیارتیا سره د امریکا دسیسې له ماتې سره مخ کړې
Jan 16, 2026 10:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک الحوثي ټینګار وکړ د ایران ملت په خپلې هوښیارۍ او ویښتیا سره د امریکا دسیسې له ماتې سره مخامخ کړې.