د پاکستان په سرګودها سیمه کښې ټرافیکي پیښې څوارلس کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i169638-د_پاکستان_په_سرګودها_سیمه_کښې_ټرافیکي_پیښې_څوارلس_کسان_وژلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودها سیمه کښې د سختو لړو له کبله یو ټرک له پیښې سره مخ شوی چې له کبله یې څوارلس کسان مړه شوي او نهه نور ژوبل شوي هم دي.
(last modified 2026-01-16T21:05:12+00:00 )
Jan 17, 2026 00:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان په سرګودها سیمه کښې ټرافیکي پیښې څوارلس  کسان وژلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودها سیمه کښې د سختو لړو له کبله یو ټرک له پیښې سره مخ شوی چې له کبله یې څوارلس کسان مړه شوي او نهه نور ژوبل شوي هم دي.

د ژغورونکو د وینا پراساس ټرک «ګلا پور بنګله» نهر ته وغورځید او په نهر کښې اوبه نه وې او څوارلس کسان تر ټرک لاندې شول چې له کبله یې هغه ووژل شوي او ننه  نور ټپیان هم شول.

سرچینو وویل په ټرک کښې اتلس کسان سپاره وو او د ژغورنې عملیات ترسره شول او مړي او ژوبل کسان روغتون ته انتقال کړې شوي دي.

په ټرک کښې سپاره کسان د جنازې په مراسمو کښې د ګډون لپاره روان وو چې په خپله د مرګ ښکار شول.

په پاکستان کښې د ژمي په موسم کښې اکثره لړې وي چې له کبله یې ترافیکي پیښې رامینځته کیږي او ګڼ شمیر کسان پکښې وژل کیږي هم.