محمود خان اچکزی د حکومت د مخالفو ګوندونو مشر وټاکل شو
زمونږ خبریال راپور راکړی له میاشتو میاشتو ځنډ وروسته د «تحریک تحفظ ائین پاکستان»(TTAP) مشر محمود خان اچکزی په ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو مشر وټاکل شو.
د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان چې همدا اوس په زندان کښې دی د تیر کال په اګست میاشت کښې محمود خان اچکزی په قومي اسمبلۍ کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو د مشر په توګه مطرح کړی و.
د پاکستان د ملي پارلمان مشر «ایاز صادق» هم په یوې بیانیې کښې ویلي دي زه خوشحاله یم چې د ملي پارلمان غړی محمود خان اچکزی په قومي اسمبلۍ کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو د مشر په توګه اعلان کړم او دغه حکم به له نن ورځې څخه اجرا شي.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو مشر «عمر ایوب خان محمود خان اچکزی ته مبارکۍ ورکړه او خوشبینې یې څرګنده کړه چې هغه به خپل مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي.