-
صهیونیستي رژیم فوځ د لبنان له جنوب څخه د شاتګ لپاره چمتو کیږي
Jun 24, 2026 13:57اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځ د لبنان له جنوب څخه د محدود او تدریجي شاتګ لپاره چمتووالی نیسي، څو د لبنان پوځ وکولای شي په دغو سیمو کې ځای پر ځای شي.
-
د امریکا یو بل لوړپوړی پوځي قومندان له پنتاګونه استعفا وکړه
Jun 24, 2026 13:51د امریکا د پوځ د اروپا او افریقا د ځواکونو قومندان، کریس ډوناهو، له خپلې دندې د استعفا پرېکړه کړې ده. امریکايي رسنیو د پنتاګون د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ډوناهو د دفاع وزیر پیټ هیګسټ سره د اختلافاتو او شخړو له امله له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
-
کویټ او متحده عربي امارات د پوځي همکاریو د پراخولو په لټه کې دي
Jun 24, 2026 13:48د کویټ د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستیز اماراتو ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له مشر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوځي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
-
د بوسنیا په کورنیو چارو کې د اسرائیل رژیم د لاسوهنو غندنه
Jun 24, 2026 13:43د بوسنیا او هرزېګوینا د دیموکراتیک اقدام ګوند د عیسویانو د ساتنې د ضرورت په هکله د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې وغندلې او وویل چې دا خبرې د بوسنیا په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او د دغه هېواد اساسي قانوني او تاریخي حقایق له پامه غورځوي.
-
طالبانو په کابل کې له یوې تکیه خانې ۴۶ کسان د عاشورا مراسمو د ترسره کولو له کبله نیولي
Jun 24, 2026 06:43د افغان رسندویو له راپور سره سم سرچینې وايي چې طالبانو ۴۶ ماتم کوونکي د کابل له یوې تکیه خانې نیولي چې له ډلې تر اوسه ۲۲ کسان د طالبانو د عدلیې وزارت په توقیف کې دي.
-
ایران او عمان د تنګې هرمز د خوندي تیریدو په تضمین موافقه وکړه
Jun 24, 2026 06:19د عمان سلطنت او د ایران اسلامي جمهوریت په یوه ګډه اعلامیه کې بیاځلي د تنګې هرمز د نړیوالې کښتۍ چلونې لپاره د یوې خوندي او پرانیستې اوبو لارې په توګه د ساتلو ژمنه تکرار کړه او د دې تنګې په سیمه ییزو اوبو باندې خپل حاکمیت او واکمن حقونه یې ټینګ کړل.
-
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د پوځ قوماندان جنرال عاصم منیر د همکاریو پر پراختیا او د سیمې د امنیت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Jun 24, 2026 06:17د ایران جمهور رئیس او د پاکستان اردو قوماندان د خپلو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او دفاعي همکاریو د بهیر په معاینه کولو سره، د امنیت په برخه کې د دوه اړخیزو همغږیو د لوړولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
-
امیر جهانشاهي: له دښمن سره د مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو یو
Jun 24, 2026 06:15د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل: په سیستمونو، وسایلو، وسلو، مهماتو د یونټونوتجهیزول او د ځواکونو د جنګي وړتیا لا زیات لوړول روان دي.
-
د «شهید باقري» بېپیلوټه الوتکو لېږدوونکې بېړۍ؛ په سمندر کې د ایران د هوايي ځواک نښه
Jun 23, 2026 16:04پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه سمندري ځواک د لرې سمندري سیمو د ماموریتونو لپاره د سترو بېړیو پر سمبالولو ټینګار کړی و، او په همدې موخه یې د کورنیو وړتیاوو په مټ مهمې او ستراتیژیکې پروژې پلې کړې.
-
عراقي شنونکی: ایران د «نوي منځني ختیځ» طرحه ناکامه کړه
Jun 23, 2026 15:42پارس ټوډی – یو عراقي سیاسي شنونکي ویلي چې ایران د امریکا پر وړاندې د خپل مقاومت او د واشنګټن د طرحو د شنډولو له لارې د «نوي منځني ختیځ» پروژه ناکامه کړې ده.