-
روسیه د نړۍ د امنیت لپاره خطر جوړ شوی
Dec 16, 2025 02:01زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس(MI6) لومړۍ ښځینه مشرې بلیز فلورنس میټري ویلي Blaise Florence) (Metreweliروسیه د دنیا د امنیت لپاره د خطر په بللو سره په ماسکو باندې د دباو د ساتلو اراده ښودلې ده.
-
ایران د ملګروملتونو د راتلونکي سرمنشي په انتخابولو کښې د شفاف او د پراخ بنسټه بهیر غوښتنه وکړه
Dec 16, 2025 01:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي سفیر او استازي «امیر سعید ایرواني» وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ملګروملتونو د نوي سرمنشي په انتخابولو کښې د پراخ بنسټه او د شفاف بهیر غوښتنه وکړه او په دغه ټول بهیر کښې په معنا لرونکو خبرو کښې د ګډون لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ.
-
د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د سوریې جنوب ته نفوذ کړی
Dec 16, 2025 01:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسمي سرچینې د صهیونیسټ رژيم لخوا د دغه هیواد د واکمنۍ د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکوي؛ په دې ډول چې یوه پوځي تیم د سوریې په جنوب کښې په نفوذ کولو سره د القنیطره ولایت په کلیو کښې د پلټنې او د تلاشۍ د اخیستلو یوه پوسته جوړه کړې ده.
-
اسرائیلو د فلسطین د ماشومانو د وژلو ریکارډ مات کړی دی
Dec 16, 2025 01:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ماشومانو د ژغورنې صندوق(Save the Children Fund) پرون وویل صهیونیسټ رژيم په نیواکي لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د ماشومانو د وژلو تر ټولو لوړ شمیر ثبت کړی دی.
-
داعش ډلې د سوریې په پوځیانو د برید مسوولیت ومانه
Dec 16, 2025 01:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې پرون د سوریې په شمال لویدیځ کښې د موقته حکومت په عسکرو د حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو په ورکولو کښې باید د څو ملیتي ځواک استول شامل وي
Dec 16, 2025 00:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا مشرانو په یوې ګډې بیانیې کښې اوکراین ته د اروپا په مشرۍ د څو ملیتي ځواک د استولو او د پیاوړو امنیتي ضمانتونو د ورکولو غوښتنه وکړه او په اروپايي اتحادیې کښې د اوکراین د شاملیدا ملاتړ یې وکړ.
-
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې حکومت د بهنګو د کر د قانوني کولو هڅه کوي
Dec 16, 2025 00:25زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې حکومت د بهنګ د کر د قانوني کولو په هکله غور کوي.
-
د پاکستان په کراچۍ او بلوچستان صوبه کښې پینځه اعشاریه دوه ریشټره زلزله راغلې ده
Dec 16, 2025 00:16زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د سیند صوبې د مرکز کراچۍ په ايي ايي چند ریګړ روډ، کلفټن ، پي اي سي ایچ ایس او ډي ایچ ای سیمو کښې زلزله راغلې ده.
-
د ۱۴۰۴ کال شعار؛ د تولید لپاره پانګونه (۲۹) د نړیوالې بازارموندنې عملي اصول او د هېوادونو بریالۍ بېلګې
Dec 15, 2025 14:02په تېر پروګرام کې مو د پراختیا درې بنسټیزې ستنې وڅېړلې: انساني پانګه، سمارټ زیربناوې، او عملي سیاستجوړونه. په اتهویشتم پروګرام کې موږ څلورم اصل ته داخل شو: نړیواله بازارموندنه او په نړیوال اقتصاد کې هدفمند ادغام. نن غواړو دا لړۍ نوره هم وڅېړو: د نړیوالې بازارموندنې عملي اصول او د هېوادونو بریالۍ بېلګې.
-
د تهران غونډه؛ د افغانستان د ثبات او د سیمه ئیزې اجماع لپاره د ایران نوښت
Dec 15, 2025 09:49پارس ټوډی- په روسیې سربیره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړیو استازیو غونډه په تهران کښې د ایران د باندنیو چارو د وزارت په ودانۍ کښې وشوه.