-
سپاه پاسداران: د تیري د تکراریدو په بڼه کښې به مو ځواب بیخي بدل وي
Jun 01, 2026 11:52پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کښې د ایران په سویل کښې په سیریک باندې د امریکې د تیري په غبرګون کښې ټینګار وکړ: د تیري د تکرار په بڼه کښې به مو ځواب بیخي بل شان وي.
-
وړاندیز شوې موافقه اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نیسي
Jun 01, 2026 07:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دروغجن او دیکتاتور ولسمشر ټرامپ د خپلو ګډو وډو څرګندونو په دوام کښې د خبرو اترو په اړه ادعا وکړه چې له ایران سره وړاندیزي موافقه په صراحت سره اټومي وسلو ته د تهران د رسیدا خنډ کیږي.
-
په میانمار کښې د باروتو د چاودنې له کبله پینځه پنځوس کسان وژل شوي
Jun 01, 2026 06:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د میانمار ځايي او پوځي چارواکو وویل چې د بلواګرو تر کنټرول لاندې سیمه کښې د معدنو د
-
د عراق په اربیل کښې د بیلتون غواړو کردانو په مرکز دفتر توغندوي برید شوی
Jun 01, 2026 05:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د عراق په اربیل سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفو بیلتون غواړ کردانو په مرکزي دفتر باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.
-
جرمني په لبنان باندې د اسرائیلو په بریدونو جدي اندیښنه څرګنده کړه
Jun 01, 2026 05:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی جرمني د لبنان په جنوب کښې د اسرائیلو رژیم د ځمکني یرغل د زیاتولو په هکله اندیښنه وښودله او خبرداری یې ورکړ د پوځي نښتو نور زیاتیدل د اوسنیو بې ثباته شرایطو د نور خرابیدا خطر له ځان سره لري.
-
د اسرائیلو لخوا په لبنان کښې د جنګونو پراخیدل باید بند شي
Jun 01, 2026 05:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیرې مرستیال «همیش فالکونر» خبرداری ورکړ په لبنان کښې د تاوتریخوالو د دوام زیاتیدل ډیپلوماټیکې هڅې کمزوري کوي او هغه په ملکي وګړو باندې د نه منلو وړ اغیزونه لري او د اسرائیلو لخوا د جنګونو پراخول باید بند شي.
-
نیکولای ملادینوف د صهیونیسټ دښمن د تیریو او د تاوتریخوالو د زیاتیدا مسوول دی
Jun 01, 2026 04:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر «اسامه حمدان» په غزې کښې د سولې د تش په نامه د شورا مشر «نیکولای ملادینوف» د صهیونیسټ رژيم د تیریو او د تاوتریخوالو د زیاتیدا مسوول وباله.
-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو رژیم پرضد بریدونه زیات کړي دي
Jun 01, 2026 04:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رسنیو د دغه رژيم پرضد د لبنان د حزب الله غورځنګ د حملو د زیاتولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه له دغو بریدونو وروسته د نیواکي فلسطین په شمال کښې په طبریا سیمه کښې د لومړي ځل لپاره د خطر سایرنونه ووهل شول.
-
له امریکا سره د ایران د خبرو اترو او د پیغامونو تبادله دوام لري
Jun 01, 2026 04:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا او د ایران د خبرواترو او د جنګ د ختمولو د وروستي حالت په هکله ډاګینه کړه د خبرو اترو او د پیغامونو تبادله روانه ده خو په عین حال کښې یې په دې هکله مطرح شوي موردونه ګونګوسې وبللې.
-
د ایران د ولسمشر د استعفا اوازه له حقیقت سره هیڅ سمون نلري
Jun 01, 2026 04:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت د اطلاعاتو د شورا مشر «الیاس حضرتي» ډاګینه کړه د ولسمشر مسعود پزشکیان د استعفا کولو اوازه هیڅ حقیقت نلري او دغه اوازه مخکې هم په ځلونو دروغ بلل شوې ده.