-
د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۳۸ برابره زیاته شوې
Feb 10, 2026 08:22د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده.
-
د جیفرې ایپسټین ملګري د امریکا د کانګرس په غونډه کښې چوپتیا غوره کړه
Feb 10, 2026 01:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په امریکا کښې د کم عمره انجلیو د قاچاقچي او فاسد شتمن کس جیفرې ایپسټین ملګري ګیلین میکسویل(Ghislaine Noelle Marion Maxwell) په یوې اینټرنیټي غونډې کښې چې د بندونو ورونو شاته د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د څارنې له کمیټۍ سره وشوه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته له ځوابونو ورکولو ډډه وکړه.
-
د ترکیې واکمن ګوند په ایران کښې د پوځي لاسوهنې په هکله خبرداری ورکړ
Feb 10, 2026 00:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې واکمن «عدالت او پراختیا »ګوند خبرداری ورکړ په ایران کښې هر ډول پوځي لاسوهنه به د غلطو شننو پراساس وي او د سترې بې ثباتۍ سبب به شي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي
Feb 10, 2026 00:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په مصر کښې د ایران د ګټو د ساتونکي دفتر مشر «مجتبی فردوسي پور» ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي وویل د ایران د اټومي مسلې په هکله د ډيپلوماټیکو حل لارو هیڅ ځای ناستی نشته.
-
ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي د امریکا او د ایران تاوتریخوالی په ډيپلوماسۍ سره حل کیږي
Feb 10, 2026 00:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» په دې خبرې سره چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي ډاګینه کړه د تهران او د واشنګټن ترمینځ روان تاوتریخوالي د خلاقانه ډيپلوماسۍ له لارې حل کیدلای شي او د دوو هیوادونو ترمینځ د جنګ لپاره هیڅ سمدستي ګواښ نشته.
-
د اسرائیلو لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر سره زر د کتنې غوښتنه وکړه
Feb 10, 2026 00:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نیواکګر صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو»د ایران په هکله د نویو اطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره د سمدستي کتنې غوښتنه وکړه.
-
د ایران خارجه وزیر د ترکیې، د مصر او د عربستان له خارجه وزیرانو سره خبرې وکړې
Feb 09, 2026 23:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د ترکیې ، د مصر او د سعودي عربستان له خارجه وزیرانو سره په جلا جلا ټیلي فوني تماسونو کښې هغوې په مسقط کښې د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو ته د اړونده بدلونونو په اړه خبر کړل.
-
په جنګ پسې نه یوو د دیني تعالیماتو اساس په رحمت ، صداقت او د انسانانو د حقوقو په رعایتولو ولاړ دی
Feb 09, 2026 23:48زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د اوه څلویښتمې کلیزې په مناسبت د توحیدي دینونو له مشرانو او پیروانو سره په غونډې کښې د دیني تعلیماتو بنسټ رحمت، صداقت او د انسانانو د حقوقو رعایتول وباله او د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي سیاست باندې ټینګار سره یې وویل
-
د افغانستان طالبانو د ټي ټي پي د لیرې وړلو لپاره لس میلیارډه روپۍ غوښتي وې
Feb 09, 2026 23:33زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ډلې د لیرې وړلو په بدل کښې له اسلام اباد څخه د لس میلیارډه روپیو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه خو له دې سره سره افغانستان ضمانت ورکولو ته تیار نه و.
-
د پاکستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د بم چاودنې د وژل شویو شمیر زیات شوی
Feb 09, 2026 23:15زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې په تیرې جمعې ورځ د شیعه مسلمانانو په «حضرت خدیجه سلام الله علیها »نومې جومات کښې په یوې ترهګرې حملې کښې د وژل شویو کسانو شمیر اوس اتو دیرشو ته ورزیات شوی دی.