په رام الله کې په مقاومتي عملیاتو کې څلور صهیونیسټان په هلاکت ورسېدل
خبري سرچینو ویلي چې د رام الله په شمال کې د ډزو له امله څلور تنه ښارګوټه مېشتې وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان دي.
د ایرنا د خبر له مخې، صهیونیسټي سرچینو اعلان کړی چې پرون د سه شنبې په ماښام د رام الله په شمال کې د «عیلي» ښارګوټي ته څېرمه د ډزو له امله څلور ښارګوټه مېشتې وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
المیادین خبري چینل اعلان کړی چې د دې څو صهیونیسټانو روغتیايي حالت ډېر نازک بلل شوی دی.
شهاب خبري آژانس اعلان کړی چې دغه عملیات د دوو کسانو له خوا ترسره شوي، چې یو یې د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو سره په شهادت رسېدلی، خو دویم کس د پېښې له سیمې په تېښته بریالی شوی. صهیونیسټي پوځ د دغه فلسطیني جنګیالي د تېښتې د تاییدولو په ترڅ کې ویلي چې د هغه د نیولو هڅې لا هم روانې دي.
صهیونیسټي رسنیو همدارنګه خبر ورکړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به د «عیلي» له امنیتي پېښې وروسته فوق العاده امنیتي غونډه وکړي.