د درېیو فلسطیني ځوانانو د شهادت له امله صهیونیسټانو ته د فلسطین مقاومت خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136798-د_درېیو_فلسطیني_ځوانانو_د_شهادت_له_امله_صهیونیسټانو_ته_د_فلسطین_مقاومت_خبرداری
د قدس لوا د جنین کنډک په یوې بیانیې کې د صهیونیسټانو د تیرې یکشنبې په ورځ د درېیو فلسطیني ځوانانو د شهادت د تاییدولو په ترڅ کې د تل ابیب چارواکو ته خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-08-07T08:39:27+00:00 )
Aug 07, 2023 13:07 Asia/Kabul
  • د درېیو فلسطیني ځوانانو د شهادت له امله صهیونیسټانو ته د فلسطین مقاومت خبرداری

د قدس لوا د جنین کنډک په یوې بیانیې کې د صهیونیسټانو د تیرې یکشنبې په ورځ د درېیو فلسطیني ځوانانو د شهادت د تاییدولو په ترڅ کې د تل ابیب چارواکو ته خبرداری ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د قدس ځواکونو په دغه بیانیه کې اعلان وکړ: صهیونیسټي رژیم باید پوه شي چې د شهیدانو وینه به د مقاومت وړاندې نورې هم زیاتې کړي او د فلسطین د وسله وال کېدو غوښتې د دوام سبب به شي.

دغه خبرداری وروسته له هغه خپور شو، چې د یکشنبې په ورځ د جنین په ښار کې د صهیونیسټي رژیم په ترهګرو عملیاتو کې درې فلسطینیان شهیدان شول.

له دې سره نن دوشنبه هم یو بل ۱۷ کلن فلسطیني ځوان د صهیونیسټانو له لوري په شهادت ورسېد.

په جنین کې د دغه صهیونیسټي جنایت او د درېیو فلسطینیانو د شهادت په غبرګون کې، حماس او اسلامي جهاد اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم د خپلو تیریو او وژنو د عملیاتو په زیاتولو او د درېیو نورو فلسطینیانو په شهادت سره، یو بشپړ جنایت ترسره کړی دی.