سعودي عربستان د سولې لاره انتخاب کړي
زمونږ خبریال وايي په ایران کښې د پاکستان پخواني سفیر د سعودي عربستان په چارواکو غږ وکړ په سیمه کښې د سولې لاره غوره کړي .
اصف علي خان دراني سعودي عربستان ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوا او د لومړي وزیر عمران خان له سفر او د ریاض له لوړرتبه چارواکو سره د هغوې له کتنې سره په یووخت وویل پاکستان د دې جوګه دی چې په سیمه کښې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره مهم رول ولوبوي .
په ایران کښې د پاکستان پخواني سفیر اصف علي خان دراني وویل د جوبایډن په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت واک ته له رسیدا وروسته د سعودي عربستان په هکله متفاوت کړچار غوره کړی دی پر دې اساس ریاض باید خپل لومړیتوبونه د سیمې مسائیل او له ایران سره اړیکې وګرځوي .
دا په داسې حال کښې دي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلماني څه موده مخکې له ایران سره د اړیکو د ټینګولو لپاره ګروهنه څرګنده کړي وه .