د پاکستان خارجه وزیر:
فلسطین ته دې نړیوال ساتونکي ځواکونه ولیږل شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په غزې کښې د اوربند په ټینګولو کښې د امنیت شورا د غړو ناتواني وحشتناکه وبلله او ویې ویل: ملګري ملتونه دې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره فلسطین ته د نړیوالو حفاظتي ځواکونو لیږل په ایجنډا کښې راولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په غزې کښې د اوربند په ټینګولو کښې د امنیت شورا د غړو ناتواني وحشتناکه وبلله او ویې ویل: ملګري ملتونه دې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره فلسطین ته د نړیوالو حفاظتي ځواکونو لیږل په ایجنډا کښې راولي.
شاه محمود قریشي پرون د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو وروسته د فلسطین د حالت په هکله د بحث لپاره د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په لوړې غونډې کښې وویل: په غزې باندې نننۍ بوږنونکې حملې او د فلسطین د خلکو وژله د غاوِره اسرائیلو د بې سرۍ نتیجه ده چې ځان له هر قانونه لوړ ګڼي.
هغه زیاته کړه: حتی هم دا اوس چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ بیړنۍ غونډه روانه ده، پر نیواکي فلسطین حملې جاري دي او د اسرئیلو پوځ د فلسطیني ښځو او ماشومانو په قتلِ عام لګیا دی.
قریشي ټینګار وکړ چې د نړیوالې صلحې او امنیت په ټینګولو په تیره بیا په غزه کښې د اوربند په ټینګښت کښې د امنیت شورا ناتواني ډیرې وحشتناکه ده حال دا چې کوم هیوادونه چې د امنیت شورا د اقداماتو مخه نیسي، ذمه واري يې لازیاته او درنه ده.
هغه وویل: مونږ د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د دقیقې اجرا غوښتونکي یو او ټینګار لرو چې قدس شریف د فلسطین د خپلواک او آزاد هیواد پایتخت دی.
د ویلو ده چې د امریکې په ملاتړ او شنې اشارې سره په فلسطین کښې د اسرائیلو د جنایتونو له زیاتیدو وروسته د نړۍ اسلامي هیوادونو د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه. دغه غونډه دومره مهمه ده چې د خارجه وزیرانو په سویه ترسره کیږي.