پاکستان کښې د کورونا دریمه څپه دوام لري
د پاکستان په سرو کورونايي ښارونو کښې د سراسري قرنطینې او سختو محدودویتونو د ختمیدو له یوې اونۍ په تیریدو سره په دغه هیواد کښې د کورونا دریمه څپه لاهم روانه ده.
د پاکستان په سرو کورونايي ښارونو کښې د سراسري قرنطینې او سختو محدودویتونو د ختمیدو له یوې اونۍ په تیریدو سره په دغه هیواد کښې د کورونا دریمه څپه لاهم روانه ده.
د پاکستان حکومت چې له دیرشو نه تر اتیا کالو پورې عمر لرونکو کسانو ته یې د کورونا د مخنیوي واکسن لګولي دي، سر له نن څخه له شلو کالو د پورته عمر کسانو ته د واکسن د لګولو لپاره هم نوم لیکنه پیلوي.
په عین حال کښې د پاکستان د روغتیا وزارت د سرکاري سایټ د خبر له مخې، په تیر شواروز کښې په دغه هیواد کښې د کرونا ۲ زره ۷ سوه ۲۶ نوي ناروغ پیژندل شوي دي.
پرون هم داشان په پاکستان کښې د کرونا له امله ۷۵ کسانو ژوند بایللی چې ورسره د دغې ناروغۍ له امله د مړو ټول شمیر ۲۰ زره ۵۴۰ کسانو ته ورسیده.
د پاکستان حکومت غواړي چې د واکسنیشن د بهیر په لاګړندي کولو سره په هیواد کښې د کرونا مخه بیخي بنده کړي.
په دې لړ کښې تراوسه څه باندې ۶ میلیون، ۱ لاک او ۳۰ زره کسانو ته واکسن لګول شوې دي.