په پاکستان کې د ایکوموسیسې دغړو د پارلیماني مشرانودوهمه غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i101082-په_پاکستان_کې_د_ایکوموسیسې_دغړو_د_پارلیماني_مشرانودوهمه_غونډه
په داسې شرائطو کې چې  د اقتصادي ملګرتیا موسیسه  ؛اکو؛  له د رو لسیزو وروسته ،له څه خاص تجارتي ودې برخمنه شوې نه ده ،په ځینونورو برخو کې   ددغې اقتصادي موسیسې  پراختیابریالۍ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2021 11:36 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د ایکوموسیسې دغړو د پارلیماني مشرانودوهمه غونډه

په داسې شرائطو کې چې  د اقتصادي ملګرتیا موسیسه  ؛اکو؛  له د رو لسیزو وروسته ،له څه خاص تجارتي ودې برخمنه شوې نه ده ،په ځینونورو برخو کې   ددغې اقتصادي موسیسې  پراختیابریالۍ ده .

 د اقتصادي ملګرتیا موسیسې ؛اکو؛  دغړو هیوادونو د پارلیمانونونو د مشرانو د ؛ دسیمه ایزې اجماع لپاره د پارلیماني ګډون دودیدا ؛ په عنوان سره دوهمه  عمومی ناسته دجون په لومړۍ سهار  دپاکستان په اسلام اباد کې پيل  شوي ده .

 په دغې  ناستې کې د ایران د اسلامي شورا  یا پارلیمان مشر محمد باقر قالیباف  هم د ویډیوئي کنفرانس له لارې پکې ګډون وکړ .

 داقتصادي ملګرتیا موسیسه  د آسیا د لوئې وچې  یوه ترټولو مهمه  سیمه ایزه موسیسه ده . دغه اقتصادي موسیسه  همدااوس   په لسو غړو هیوادونو  او د څلور سوه میلیونو نفوسو په درلودلو سره  د صنعتي ، انرژۍ ، تجارت او پانګونې  او  دغه راز د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د  صنعتي برخو  پشمول  دمتقابلو ملګرتیاؤ  لپاره ډير ظرفیَتونه لري . په عین حال کې  د روسیې ،  اروپائي اتحادئې ، چین او حتی هندوستان  په څير له سیمه ایزو اونړیوالو قدرتونو سره  د اکو موسیسې دغړو هیوادونو همپوله کیدا، او د غه راز  کسپیّن سمندرګي ، هندسمندر  او فارس خلیج او دغه راز مدیترانې سمندرګي ته په لاره درلودلو سره ددغې موسیسې دغړو هیوادونو اهمیّت څو چنده زیات شوی دی .

بې شکه   په اوسنۍ  نړۍ  او یویشتمې پیړۍ کې  چې  نړیوال اقتصاد دسیمې پالنې په لور  پرمخ روان دی ، اکو موسیسه  په سیمې او حتی په نړۍ کې یو ټاکونکی رول درلودلی شي .  سره له دې ، په تیرو څو کلونو کې  اکو موسیسه پّ مختلفو دلیلونو سره نه ده توانیدلي  خپلې موخې  په تیره بیا  ددغې موسیسې د لومړیتوبونو په برخې کې  خپلو موخو ته ورسیږي . په همدې خاطر  داقتصادي چارو یو کار پوه او شناندی سلیمي مفرد وائي ؛ د اقتصادي ملګرتیا موسیسې اکو  دناکامۍ یو سیاسی عامل ، دغړو هیوادونو دسیاسی جوړښتونو ناغږملتیا او  نه ورته والي ته  اشاره کولی شو . افغانستان دمګړۍ  یو اسلامی جمهوري حکومت لري ، خو  په دغه هیواد کې د بهرنیو عسکرو په شتون سره ، دا هیواد او ولس ئې ، له جدي سیاسی او امنیتی مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي . دمینځنۍ آسیا په هیوادونو کې  هم د آزادو انتخاباتو  له ترسره کیدا  پرته  له اویا کلنو نظامونو وروسته ، سیکولر جمهوریتونه رامینځةشوي دي ، خو  د  مرکزي آسیائي هیوادونو دخپلواکۍ له دوو لسیزو تیریدا  سره سره ، تر دې دمه  په دغو هیوادونو کې اقتدار پالنه  دوام لري.

د اکو موسیسې  د پارلیمانونو د مشرانو  د غونډې  په یوې کلي جمع بندۍ کې   باید ووئيل شي ، په کابو تیرو درو لسیزو کې ،  دغه موسیسه نه ده توانیدلې ،  له اقتصادي او تجارتي  برخو څخه  خپلې ملګرتیاوې ،  د سیاسی او کلتوري  حوزو  او ملګرتیاؤ په لور وکاږي . سره له دې ،  دلومړیتوبونو په زمینې کې ، اکو موسیسه  نه ده توانیدلې کوم بریالیتوب ترلاسه کړي .  د  اکو موسیسې  کړچار او کړنو ته په اجمالي اولنډې  کتنې سره  مشخص کیږي ، چې  په دغې موسیسې کې سیاسی عواملو،تل د دې پر اقتصادي اړخونو غلبه  کړې ده .که څه هم سیاست او اقتصاد تل پر یوه بل متقابلې  اغیزې شیندلي دي،خو د اکو موسیسې په زیاترو غړو هیوادونو کې  داقتصاد  دحکومتي کیدا په دلیل ،ددغې  موسیسې پر اقتصادي فیصلو دسیاست اغیزې  دوه برابره  شوي دي .پر دې سربیره، داکو غړي هیوادونه،هر یو  له اکو موسیسې بهر موسیسو او اورګانونو سره  ګرونه لري،د مثال په توګه ،  ترکیه  ګروهمنه ده ، له اروپائي اتحادئې سره یو ځاي شي،د مرکزي آسیا جمهوریتونه  د شانګهائي  ملګرتیاؤ موسیسې سره لازیاته دلچسپي لري ، او  پاکستان  هم ځان له جنوبی آسیاسره  اړونده ګڼي . په دغو شر ائطو کې لیرې ښکاري ، اکو موسیسه  په اقتصادي او تجارتي  زمینو کې دغړو هیوادونو لپاره کوم اغیز شیندونکي ګامونه  پورته  کړي . له دې سره سره،د اکو موسیسې امکانات  په دې ډول دي چې  په راتلونکي کې  ددغې موسیسې مسئولان،د اکو موسیسې  دغړو اقتصادي او تجارتي ګروهنې  لازیاتې  هڅولی شي .