د پاکستان او تاجکستان لپاره د افغانستان سوله ډيره مهمه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i101146-د_پاکستان_او_تاجکستان_لپاره_د_افغانستان_سوله_ډيره_مهمه_ده
که د افغانستان بحران کومه سیاسی حل لاره ونه لټول شوه ،نو له دغه ترینګلتیاؤ به  امریکا هم خوندي پاتې نشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2021 00:33 Asia/Kabul
  • د پاکستان او تاجکستان لپاره د افغانستان سوله ډيره مهمه ده

که د افغانستان بحران کومه سیاسی حل لاره ونه لټول شوه ،نو له دغه ترینګلتیاؤ به  امریکا هم خوندي پاتې نشي .

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ  د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ناوخته په اسلام‌اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د تجارتي  اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان سوله مهمه  بللې او وئيلی ئې دي ،پاکستان او تاجکستان په مینځنۍ اسیا کې د سولې د  ننګونو په اړه یو شان نظرونه لري.

عمران خان زیاته کړه، که د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه ونه‌شوه، د افغانستان له جګړې به هم پاکستان او هم تاجکستان اغېزمن شي.

داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف هم په یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي که د افغانستان بحران کومه سیاسی حل لاره ونه لټول شوه ،نو له دغه ترینګلتیاؤ به  امریکا هم خوندي پاتې نشي . هغه وئيلی دي ،  باید د افغانستان حکومت او نورې ډلې ټپلې پخپلو کې سره کومه حل لاره ولټوي  او که جدی حل لاره پیدا نه شوه ،نو ممکنه ده  په راتلونکو څو میاشتو کې  حالات لاپسې ترینګلي شي .

Image Caption

 

د پاکستان د ملی امنیت سلاکار  وئيلي دي ، د افغانستان د بحران  پړه د پاکستان په غاړه اچول کیږي ،پکاره ده  په دې اړه نوره تیروتنې ونه شي ،  پاکستان  هماغه له پیله  په کرتو وئیلي دي ، چې  دافغانستان بحران هیڅ پوځي حل لاره نه لري  او مونږ غواړو ددغه بحران دحل لپاره  کوم روډمیپ ترلاسه شي