پاکستان کښې د اورګاډې پیښې څلویښت کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i101330-پاکستان_کښې_د_اورګاډې_پیښې_څلویښت_کسان_وژلي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د سیند صوبې د ګوټکي په ډهرکي سیمه کښې د ملت ایکسپریس او د سر سید ایکسپریس په نوم د اوورګاډو د ټکریدا په پیښه کښې تراوسه څلویښت۴۰) کسان وژل شوي دي او سل (۱۰۰)نور ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2021 12:04 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د اورګاډې پیښې څلویښت کسان وژلي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د سیند صوبې د ګوټکي په ډهرکي سیمه کښې د ملت ایکسپریس او د سر سید ایکسپریس په نوم د اوورګاډو د ټکریدا په پیښه کښې تراوسه څلویښت۴۰) کسان وژل شوي دي او سل (۱۰۰)نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان د اوورګاډي د ادارې یوه(۱) ویاند وویل دغه پیښه نن پاو کم څلور بجې هغه وخت وشوه کله چې ملت ایکسپریس اوورګاډي له کراچۍ څخه د پنجاب صوبې سرګودها ښار ته روان وو چې له پټلۍ ووت او هلته چپه  شو .

د دغه کار په علت ملت ایکسپریس اوورګاډی له سرسید ایکسپریس اوورګاډي سره چې له راولپنډۍ څخه روان وو وجنګید .

په دغه پیښه کښې د ملت ایکسپریس اوورګاډي شپږ(۶)  واګنونه  له پټلۍ ووتل او پینځه(۵) نور یې چپه  شول او دغه راز د سر سید اوورګاډي دوې(۲) بوګې له پټلۍ ووتلې او درې (۳) نورې یې چپه شوې .

دغه پیښه د پاکستان په وخت نن مازیګر درې بجې او پینځه څلویښت دقیقې شوي ده .