پاکستان کښې د اورګاډې پیښې څلویښت کسان وژلي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د سیند صوبې د ګوټکي په ډهرکي سیمه کښې د ملت ایکسپریس او د سر سید ایکسپریس په نوم د اوورګاډو د ټکریدا په پیښه کښې تراوسه څلویښت۴۰) کسان وژل شوي دي او سل (۱۰۰)نور ژوبل شوي دي .
د پاکستان د اوورګاډي د ادارې یوه(۱) ویاند وویل دغه پیښه نن پاو کم څلور بجې هغه وخت وشوه کله چې ملت ایکسپریس اوورګاډي له کراچۍ څخه د پنجاب صوبې سرګودها ښار ته روان وو چې له پټلۍ ووت او هلته چپه شو .
د دغه کار په علت ملت ایکسپریس اوورګاډی له سرسید ایکسپریس اوورګاډي سره چې له راولپنډۍ څخه روان وو وجنګید .
په دغه پیښه کښې د ملت ایکسپریس اوورګاډي شپږ(۶) واګنونه له پټلۍ ووتل او پینځه(۵) نور یې چپه شول او دغه راز د سر سید اوورګاډي دوې(۲) بوګې له پټلۍ ووتلې او درې (۳) نورې یې چپه شوې .
دغه پیښه د پاکستان په وخت نن مازیګر درې بجې او پینځه څلویښت دقیقې شوي ده .