په افغانستان کښې صلحه یو ګډ مسئولیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i101672-په_افغانستان_کښې_صلحه_یو_ګډ_مسئولیت_دی
د پاکستان خارجه وزیر په افغانستان کښې د صلحې موضوع یوه ګډه موضوع او په دې بهیر کښې د اسلام آباد ګرم بلل یې تیروتنه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2021 01:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې صلحه یو ګډ مسئولیت دی

د پاکستان خارجه وزیر په افغانستان کښې د صلحې موضوع یوه ګډه موضوع او په دې بهیر کښې د اسلام آباد ګرم بلل یې تیروتنه وبلله.

د پاکستان خارجه وزیر په افغانستان کښې د صلحې موضوع یوه ګډه موضوع او په دې بهیر کښې د اسلام آباد ګرم بلل یې تیروتنه وبلله.

شاه محمود قریشي پرون د افغانستان د صلحې مسئله یوه ګډه موضوع وبلله او ویې ویل: پاکستان صلحې ته د رسیدو او د هغې د پرمخ بیولو لپاره له افغانستان سره په ملګرتیا ژمن دی.

هغه وویل: په افغانستان کښې صلحه یوه ګډه دنده ده او نه دي پکار چې د هیڅ ډول ماتې یا تیروتنې پړه د پاکستان پر غاړه واچوله شي.

قریشي زیاته کړه: پاکستان نیت لري چې د افغانستان په بیارغونه کښې د دغه هیواد د حکومت مرسته وکړي او صلحې ته د رسیدو لپاره له نړیوالې ټولنې سره صادقانه ملګرتیا وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم داشان وویل: تشدد او پخلاینه په یو ځاې نه شي پاتې کیدې او پاکستان په افغانستان کښې د شخړو د کمولو په موخه د اوربند په لور تګ باندې ټینګار لري.