پاکستان د افغان ځواک روزنې او سنبالتیاته تیار دی
په کابل کې د پاکستان سفیر مدعي شوی،له افغانستانه د امریکائی پوځ وتل د پاکستان لپاره دوه چیلنجونه په ځان پسې درلودلی شي ،لوړمړی دا چې په افغانستان کې یوه پراخه امنیتي تشه رامینځةشي او دوهم دا چې د امنیتی وضعیّت دلاترینګلي کیدا په د لیل تمه کیږي ، د سولې په بهیر کې بیرته حالاتو ته ګرځیدا رامینځةشي .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، په افغانستان کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، اسلام اباد له افغانستانه دامریکائی پوځیانو له وتلو وروسته ددغه هیواد دامنیتی مشکلاتو لپاره د افغان ځواک د روزنې او پر دوي د تجهیزاتو د خرڅولو وړاندیز مطرح کړی دی .
منصور احمد خان وئيلي دي ،له دغه و ړاندیزه د پاکستان موخه ، له افغانستانه د امریکائی نیواکګرو پوځیانو له وتلو وروسته په کابل د ترههګرو حملو له احتمالی څپې سره په مقابلې کې له افغان ځواک سره مرسته ده .
په کابل کې د پاکستان سفیر زیاته کړې ده ، په افغانستان کې یو شمیر ترهه ګرې ډلې فعالیتونه کوي ، چې له دغه هیواده دبهرنیو عسکرو له وتلو په ناسمې استفادې سره بیرته راپنځیدلی شی او پاکستان په دې زمینې کې هم پوځي ملګرتیا کوي .
هغه همداراز وئیلي دي ، د افغانستان د حکومت د سولې پلان تیار دی او دا پلان ئې له اسلام اباد سره شریک کړی دی ، خو طالبانو تر دې دمه دافغانستان حکومت ته خپل پلان نه دی ورکړی .
په کابل کې د پاکستان سفیر په دوام کې مدعي شوی ، له افغانستانه د امریکائی پوځ وتل د پاکستان لپاره دوه چیلنجونه په ځان پسې درلودلی شي ،لوړمړی دا چې په افغانستان کې یوه پراخه امنیتي تشه رامینځةشي او دوهم دا چې دامنیتی وضعیّت دلاترینګلي کیدا په د لیل تمه کیږي ، د سولې په بهیر کې بیرته حالاتو ته ګرځیدا رامینځةشي .