عمران خان:
نور نه غواړو د امریکا په جګړه کې ځان ښکېل کړو
Jun 19, 2021 12:54 Asia/Kabul
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به په خپله خاوره کې، افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د امریکا سي ای اې حضور ته په مطلق ډول اجازه ورنه کړي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د اډو جوړولو ته هیڅکله اجازه ورنه کړي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره په مرکزي اسیا کې د خپلو عملیاتو د پراخولو په لټه کې ده، او غواړي افغانستان کې خپلي نظامي مداخلي جاري وساتې.
په وروستیو اونیو کې داسي راپورونه خپاره شوي وه ګواکې امریکې له پاکستانه د فوځي اډې غوښتنه کړې ده.
ټیګونه