که افغان لوري سره موافقه ونه کړي،لازیات مشکلات به وویني
د پاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی،د افغانستان په وړاندې د پاکستان کړچار بدل شوی نه دی او له دوي غواړو،چې په افغانستان کې سوله اوثبات تامین شي او سوله ایز او باثباته افغانستان د پآکستان لپاره ډير اهمیّت لري.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ، د افغانستان له طلوع نیوز ټيلیویژني چینل سره په مرکې کې په افغانستان کې د جنګ او تاؤتریخوالي په دوام د اندیښن په څرګندولو سره ، دسولې په خبرواترو :ې د دغه هیواد د مشرانو دنرمښت غوښتنه کړې ده .
د پاکستان خارجه وزیر وئیلي دي ، دسولې په بهیر کې هیڅ پرمختګ نه دیشوی او دې ته په پام سره چې د سولې د خبرواترو مسئولیّت د افغان ولسمشر په غاړه دی، هغه د افغانستان د حکومت د مشر په توګه باید نرمښت ولري .
د پاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی،د افغانستان په وړاندې د پاکستان کړچار بدل شوی نه دی او له دوي غواړو،چې په افغانستان کې سوله اوثبات تامین شي او سوله ایز او باثباته افغانستان د پآکستان لپاره ډير اهمیّت لري.
د پاکستان خارجه وزیر همداراز له طالبانو ډلې په تیره بیا د دوي له سیاسی استازو سره ددغه هیواد دارتباط په تائيدولو سره،په پاکستان کې د طالبانو دمشرانو شتون او د دوي د روزنیزو کیمپونو مرکزونه رد کړي او وئیلي ئې دي،د طالبانو مشران په افغانستان کې دي،پاکستان دیوه خپلواکه ،سوله ایز او ډیموکراټيک افغانستان غوښتونکي دي،البته پاکستان په دغه هیواد کې د مشکلاتو مسئول نه دی .