طالبان باید د افغان حکومت په چوکاټ کې مدغم شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102030-طالبان_باید_د_افغان_حکومت_په_چوکاټ_کې_مدغم_شي
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی چي په ټول افغانستان ولکه نه شي ټینګولای او باید د افغان حکومت په چوکاټ کې مدغم کړای شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2021 10:11 Asia/Kabul
  • طالبان باید د افغان حکومت په چوکاټ کې مدغم شي

د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی چي په ټول افغانستان ولکه نه شي ټینګولای او باید د افغان حکومت په چوکاټ کې مدغم کړای شي.

عمران خان په یوه لیکنه کې چي په واشنګټن پست کې خپره شوې ده ټینګار کړی چي طالبان نه‌شي کولای ټول افغانستان ونیسي، خو د د بریا لپاره اړینه ده چې دوی په دولت کې راونغاړل شي.

د عمران خان په لیکنه کې راغلي، طالبانو وروستیو دوه میاشتو کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي.

د پاکستان لومړي وزیر له پوځي لارې د افغانستان د شخړې له حل سره مخالفت ښودلی او اندېښنه یې ښودلې ده چي که شخړه دوام وکړي، کېدای شي په افغانستان کې یوې بلې کورنۍ جګړې ته لاره پرانیستل شي.

عمران خان ویلي چي هیواد یې په افغانستان کې هېڅ ډول لاس‌وهنې ته لېوال نه‌دی، خو چمتو دی چې د خلکو په خوښه په افغانستان کې له هر ډول جوړ شوي دولت سره همکاري وکړي.