د افغانستان وضعیّت د پاکستان او روسیې لپاره یوشان مهم دی  
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102118-د_افغانستان_وضعیّت_د_پاکستان_او_روسیې_لپاره_یوشان_مهم_دی
د روسیې  دفاع وزیر پرون په ماسکو کې په نهم  نړیوال امنیتي کنفرانس کې  وئيلي دي  د افغانستان د موضوع  حل  او ددغې غوټې پرانیسل  د  ایران او پاکستان  له مشارکت او ملګرتیا پرته هیڅ امکان نه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 08:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان وضعیّت د پاکستان او روسیې لپاره یوشان مهم دی  

د روسیې  دفاع وزیر پرون په ماسکو کې په نهم  نړیوال امنیتي کنفرانس کې  وئيلي دي  د افغانستان د موضوع  حل  او ددغې غوټې پرانیسل  د  ایران او پاکستان  له مشارکت او ملګرتیا پرته هیڅ امکان نه لري .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،  د پاکستان دملی امنیت سلاکار  او د روسیې دفیډریشن دملی امنیت د شورا منشي د افغانستان د سولې  دبهیر په شمول  د سیمې دامنیت  په تر ټولو وروستیو بدلونو خبرې اترې کړي دي.

 راپور ښئ په تاجیکستان  کې  دشاهنګهائي  ملګرتیا موسیسې دغونډې په څنډې  کې  د پاکستان د  ملی امنیت  سلاکارمعید یوسف   له خپل روسيۍ همڅنګ  نیکلای پاتروشف سره په کتنې  د افغانستان د وضعیّت او ددغه هیواد د سولې له بهیر سره  داړونده پرمختګونو په باب دخپل نظر په څرګندولو سره وئيلي دي  د افغانستان  بدلونونه  ددرستې سیمې په تیره بیا  د پاکستان او روسیې  او نورو ګاونډیانو لپاره ډير مهم  او اساسی حیثیّت لري .

په دغې کتنې کې دواړو لورو  د امنیتی ملګرتیاؤ دپراختیا په شمول د اسلام اباد او ماسکو ترمینځ د منانسباتو په لاژورتیا هم ټینګار وکړ.

داپه داسې حال کې دي چې  د روسیې  دفاع وزیر پرون په ماسکو کې په نهم  نړیوال امنیتي کنفرانس کې  وئيلي دي  د افغانستان د موضوع  حل  او ددغې غوټې پرانیسل  د  ایران او پاکستان  له مشارکت او ملګرتیا پرته هیڅ امکان نه لري .