په افغانستان کې د ایران سوله غواړی رول د ستاینې وړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102142-په_افغانستان_کې_د_ایران_سوله_غواړی_رول_د_ستاینې_وړ_دی
 دپاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی ، په افغانستان کې به تل پاتې سوله ، دسیمې د ارتباطاتو دپراختیا ،دثبات ، دتجارت دزیاتیدا  او  خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا  د آسانولو لامل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 00:46 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ایران سوله غواړی رول د ستاینې وړ دی

 دپاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی ، په افغانستان کې به تل پاتې سوله ، دسیمې د ارتباطاتو دپراختیا ،دثبات ، دتجارت دزیاتیدا  او  خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا  د آسانولو لامل شي .

 ایرناخبری آژانس له  اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزیر  شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د  افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي محمد طاهریان  او ورسره پلاوي سره په کتنې کې  د افغانستان دسولې  له بهیر سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت  دهلوځلو په ستاینې سره ، دسیمې له سولې اوثبات سره د مرستې او ددوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په ضرورت ټينګار وکړ .

 شاه محمود قریشي  په  دغې کتنې کې وئيلي دي ، په افغانستان کې  دناکراریو زیاتیدا  پر ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان  په مستقیم ډول  اغیزې شیندي .

 هغه خبرداری ورکړی ،په افغانستان کې د وینو بهیدا او د نښتو زیاتیدا  دسولې  د ښمنانو لپاره  یوه  فضا برابره کړې  او دغه عناصر ممکنه ده ،  په افغانستان کې دسولې د هلوځلو د له مینځه وړلو لپاره  پیاوړي  شي .

 دپاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی ، په افغانستان کې به تل پاتې سوله ، دسیمې د ارتباطاتو دپراختیا ،دثبات ، دتجارت دزیاتیدا  او  خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا  د آسانولو لامل شي .

محمد طاهریان هم  په د غې کتنې کې  د پاکستاني لوري په وروستیو دریځونو دخوښۍ په څرګندولو سره ، د افغانستان  د سولې له بهیر سره دمرستې لپاره ددواړو هیوادونو د نزدو ملګرتیاؤ دلاپیاوړي کولو غوښتنه کړې ده . ټاکل شوې ده  طاهریان  نن  پاکستان ته په دغه رسمي سفر کې د  پاکستان له نورولوړپوړو چارواکو سره  هم په دې اړه لیده کاته وکړي .