اسټرالیا کښې موږک د ښځې سترګه وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102710-اسټرالیا_کښې_موږک_د_ښځې_سترګه_وخوړله
زمونږ خبریال وايي په اسټرالیا کښې یوه (۱)موږک په یوه(۱) کور کښې د یوه (۱) کروندګر د اوده شوي میرمنې سترګه وخوړله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2021 10:50 Asia/Kabul
  • اسټرالیا کښې موږک د ښځې سترګه وخوړله

زمونږ خبریال وايي په اسټرالیا کښې یوه (۱)موږک په یوه(۱) کور کښې د یوه (۱) کروندګر د اوده شوي میرمنې سترګه وخوړله .

دغه پیښه د اسټرالیا هیواد په نیوساوت ویلز سیمه کښې رامینځته شوه او هلته یوه (۱)میرمنه چې کله سهار له خوبه پاڅیده نو حیرانه شوه چې یو ()موږک د هغې سترګه خوري .

د دغه ویرونکي پیښې له رامینځته کیدا وروسته نوموړي میرمنه نږدې روغتون ته یوړل شوه او هلته یې درملنه روانه ده .

ویل کیږي چې په لکونو موږکانو د اسټرالیا د ښاریزو لپاره ډیر مشکلات جوړ کړي دي او تراوسه د دغو ستونزو د ختمیدا هیڅ څرک نه لیدل کیږی.