په پنډۍکې د امام حسین (ع)اوپاکستان بقا کنفرانس ترسره شو
په دغه کانفرنس کې په پاکستان کې د اسلامی ایران د سفارت د کلتوری سلاکار احسان خزاعی ، ځای چارواکو ، د رسندویو کسانو ، دینی ، اجتماعی ،سیاسی شخصیتونو ، صوفیانو ، د اهل سنتو او شیعیانو لوړ رتبه عالمانو ، شاعرانو ، همداراز د بیلا بیلو مسیحی دینونو استازیو او د اهل بیتو ګڼ شمیر میناوالو ګډون وکړ .
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان په پنډۍ ښار کې د محرم الحرام د راسریدا په درشل کې د اسلامی امت د اتحاد ضرورت په چورلیزتوب د حضرت امام حسین علیه سلام او پاکستان بقا کنفرانس ترسره شو .
په دغه کانفرنس کې په پاکستان کې د اسلامی ایران د سفارت د کلتوری سلاکار احسان خزاعی ، ځای چارواکو ، د رسندویو کسانو ، دینی ، اجتماعی ،سیاسی شخصیتونو ، صوفیانو ، د اهل سنتو او شیعیانو لوړ رتبه عالمانو ، شاعرانو ، همداراز د بیلا بیلو مسیحی دینونو استازیو او د اهل بیتو ګڼ شمیر میناوالو ګډون وکړ .
ویماوالو په دغو دستورو کې حضرت امام علی ع او بچیان یې د مسلمانانو او د نړۍ د پتیالیو لپاره بشپړه بیلګې وبللې او ویې ویل چی باید له دغه د اسلامی اتحاد له چورلیزه د مسلمان امت د یوموټی والی په لړ کی ګټه پورته کړې شی .
ګرانو نن د محرم الحرم د غمجنې میاشتې لومړنۍ شپه ده چی په دې په مناسبت د تهران رادیو د درستو کارکونکیو لخوا تسلیت ومنئ