پاکستان په سیمې کې د تاؤتریخوالي دکمولولپاره دعراق دنوښت هرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i104190-پاکستان_په_سیمې_کې_د_تاؤتریخوالي_دکمولولپاره_دعراق_دنوښت_هرکلی_کوي
دعراق خارجه وزیر اسلام اباد ته په سفر کې  د پاکستان له ولسمشر عارف علوي ،خارجه وزیر شاه محمود قریشي ،  دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 13, 2021 05:06 Asia/Kabul
  • پاکستان په سیمې کې د تاؤتریخوالي دکمولولپاره دعراق دنوښت هرکلی کوي

دعراق خارجه وزیر اسلام اباد ته په سفر کې  د پاکستان له ولسمشر عارف علوي ،خارجه وزیر شاه محمود قریشي ،  دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړل .

 ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، دپآکستان لومړي وزیر عمران خان د خبرواترو اوډيپلوماسۍ له لارې د مسئلو د حل پر اهمیّت په ټينګار سره  د سیمې دهیوادونو ترمینځ د اړیکو دلوړتیا او  دتاؤتریخوالي له کمولو سره د مرستې لپاره دعراق دحکوت  دنوښت ملاتړ وکړ .

 عمران خان پرون په اسلام اباد کې دعراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنې کې  په سیمې کې د تاؤتریخوالي له کمولو  او  د هیوادونو ترمینځ دملګرتیا دپیاوړتیا  لپاره  دبغداد د هلوځلو   هرکلی وکړ .

دعراق خارجه وزیر فواد حسین  هم په دغې  ناستې کې د  سیمې دهیوادونو  ترمینځ داړیکو  دښه کولو  او دتاؤتریخوالي د  ختمولو لپاره دعراق د حکومت هلې ځلې بیان کړې .  هغه همداراز دعراق دلومړي وزیر مصطفی الکاظمي   له خوا د پاکستان لومړی وزیر ته  بغداد ته دسفر  بلنه  هم ورکړه او ددواړو هیوادونو  دمشرانو دلرلید  په باب ئې له پاکستان سره   دپیاوړواړیکو  د پراختیا لپاره د خپل هیواد دګروهنې خبره هم وکړه .   

  دواړو لورو پر دوواړخیزو اړیکو سربیره د سیمه ایزو  بدلونونو په تیره بیا د افغانستان  د وروستیو  حالاتو  او د سولې دبهیر په باب هم  بحث وکړ

دعراق خارجه وزیر اسلام اباد ته په سفر کې  د پاکستان له ولسمشر عارف علوي ،خارجه وزیر شاه محمود قریشي ،  دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړل .

ټاکل شوې ده  عراق د روانې میاشتې په وروستیو کې د ایران ،ترکیې ، عربستان ، کویت ، اردن ، سورئې  او څو نورو  اغیزشیندونکو  هیوادونو او  د اروپائي  اتحادئې دځينو هیوادنو د لوړپوړو چارواکو   دیوې ناستې کوربه شي ،  ددغې غونډې ترسره کیدا موخه ، د  هغو هیوادونو ترمینځ د مهمو سیاسی او امنیتی مسئلو په باب دلیدتوګو نزدیکې کول بلل شوي چې له یوه بل سره اختلافات لري