اروپائی اتحادیه دې  دافغانستان په باب پخپلې اعلامیې کې نرمښت راولي  
(last modified Sat, 02 Oct 2021 03:13:41 GMT )
Oct 02, 2021 07:43 Asia/Kabul
  •  اروپائی اتحادیه دې  دافغانستان په باب پخپلې اعلامیې کې نرمښت راولي  

طالبانو په کرتو وئیلي دي ،د افغانستان د اسلامی امارت  دحکومت په اصولو سره  به د بشری حقوقو قوانین رعایت کړي

 زمونږ خبریال راپور راکړ ، دپآکستان خارجه وزارت د یوې اعلامیې پّه خپرولو سره پر اروپائي اتحادئې غږکړی< په افغانستان کې د طالبانو دنوي رهبرۍ لاندې پر بشری حقوقو د څارنې لپاره دې خپل پلانونه اصلاح کړي .د اسلام اباد دحکومت له نظره، دیوازیني معیار په توګه دبشری حقوقو  په نظرکې له نیولوپرته،له افغانستان سره دمرستې د ژمنې پشمول د ملګروملتو د بشری حقوقو  دشورا پریکړه لیک ، لازیاتو اصلاحاتو ته اړتیا  لري .

 اروپائي اتحادئې د ملګروملتو په بشری حقوقو کې د څه دپاسه څلویښتو هیوادونو په ملاتړسره،په راتلونکي اونۍ کې د یوه پریکړه لیک د تصویبولو مشري په غاړه لري .دغه پریکړه لیک به پر نورو موضوعګانو سربیره، د افغانستان لپاره یو ځانګړی رپورټر هم معرفي کړي ،څو له دغه هیواد سره مرسته وکړي ، دبشري حقوقو په زمینې کې پخپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي .

د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته په رسیداپسې  نړیوالې ټولنې د بشری حقوقو په زمینې کې ددغې ډلې کړچار په نظر کې نیولی دی .طالبانو په کرتو وئیلي دي ،د افغانستان د اسلامی امارت  دحکومت په اصولو سره  به د بشری حقوقو قوانین رعایت کړي