پاکستان په افغانستان کې بشپړ سوله غواړي
ډاکټر عارف علوي وئيلي دي ، په افغانستان کې دایمی سوله او ثبات د سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ضمانت دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د پآکستان ولسمش رعارف علوي نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ، اسلام اباد په افغانستان کې سوله غواي ، ځکه دغه چاره به په دغه هیواد او درستې سیمې یو لړ مثبتې اغیزې وشیندي .
ډاکټر عارف علوي وئيلي دي ، په افغانستان کې دایمی سوله او ثبات د سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ضمانت دی .
دپاکستان ولسمشر دسیمې په وړاندې داقتصادي چلنجونو په ارزونې سره ټینګار کړ ی ، په افغانستان کې سوله ،په سیمې کې د هوساینې سبب کیږي ، ځکه کرار افغانستان ، د مینځنۍ آسیا له هیوادونو سره دارتباط لپاره د نړۍ په وړاندې د تجارتي فرصتونو یوه کړکۍ پرانیزي .
هغه زیاته کړې ده ، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي ، ځ که دا چاره به پر دغه هیواد او درستې سیمې مثبتې اغیزې وشیندي ، له بل پلوه مونږ هیڅکله هم نه غواړو د مونږ ګاونډی هیواد له بې ثباتۍ سره مخامخ شي، په همدې دلیل هیله مند یوو ، ډله ایزې هڅې له درستو ا ړونده سیاسی ډلو ټپلو د استازو په شتون سره د یوه ټولشموله دجوړیدا سبب شي .