پاکستان د افغانستان د کام ایر د شرکت لایسنس لغو کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106766-پاکستان_د_افغانستان_د_کام_ایر_د_شرکت_لایسنس_لغو_کړ
ایرنا خبري اژانس وايي پاکستان اسلام اباد ته د افغانستان د کام ایر د هوايي شرکت د الوتونو لایسنس لغو کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2021 01:58 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د کام ایر د شرکت لایسنس لغو کړ

ایرنا خبري اژانس وايي پاکستان اسلام اباد ته د افغانستان د کام ایر د هوايي شرکت د الوتونو لایسنس لغو کړ .

د افغانستان د کام ایر هوايي شرکت مدیر سلیمان عمر وویل اسلام اباد د دغه شرکت د الوتونو د  لایسنس په لغو کولو سره د کابل او د اسلام اباد ترمینځ د الوتکو د ټیکټ بیه له یوسل پنځوسو (۱۵۰) ډالرو څخه دوه زره او پینځه سوه (۲۵۰۰) ډالرو ته ورزیاته کړي ده .

سلیمان عمر وویل د پاکستان حکومت تر بلې اطلاع پورې د افغانستان د هوايي شرکتونو د الوت لایسنس لغو کړی دی .

د افغانستان د غیر پوځي هوايي چلند د ادارې مرستیال غلام جیلاني وفا هم له دې مخکې ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کښې د الوتکو د الوتونو د انحصار هڅه کوي او په بیلابیلو پلمو سره د افغانستان د هوايي شرکتونو د الوتونو مخه نیسي .